Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزارشریف ښار څنډو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو دوام

د هرې ورځې په تېرېدو سره په مزارشریف کې جګړه مخ پر زیاتېدو ده. د بلخ والي وايي چې طالبانو نن (شنبې د زمري په ۲۳مه) د مزارشریف ښار له شمال او لوېدیځ له لوري بریدونه وکړل، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وايي:«موږ وتوانېدو چې دښمن چې پرمختګ کړی و، په شاوتمبوو او ترڅنګ یې زموږ هوايي قطعاتو ډېر ښه اجرات لرل. اوس وضعیت په نورمال حالت کې دی او ضربتي قطعات د تیارسي په حال کې دي.»

د مزار شریف شمال لورته د نهر شاهي ولسوالۍ په لنګرخانه کلي، د مزارشریف لوېدیځ لور ته د دهدادي ولسوالۍ په بابا کهنه، توخته او خاصه کلیو او د مزارشریف په لوېدیځ کمربند کې نن سختې جګړې شوې دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان ذبیح‌الله مهمند وویل:«په ډېرې نږدې راتلوونکي کې به د بلخ ولایت په کچه د سترو بدلونونو شاهد وي.»

پرمزارشریف د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره هم مهاله، د طالبانو ضد څېرو مارشال عبدالرشید دوستم او عطامحمد نور وایي چې له دې ډلې سره د جګړې تجربه لري او د دغو جګړو مشري کوي.

د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم څرګندوي:«تر هغې چې موږ ژوندي وو په یوه سنګر کې یوو او له ملت او خلکو او له همدې سیسټم او نظام دفاع کوو.»

د اسلامي جمعیت بیلې شوې څانګې مشر عطامحمد نور هم زیاتوي:«لا هم زموږ سپېڅلي کرښې استوارې او پاتې دي. خلک جګړې ته مصمم دي. وسله وال ځواک مصمم دی چې جګړه وکړي.»

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف او د فاریاب ولایت مرکز مینمنه د هېواد په شمال کې د پنځو ښارونو له ډلې هغه دوه ښارونه دي چې د طالبانو لاس ته نه دي لوېدلي.

د فاریاب ولایت په مرکز مزارشریف کې هم تېره شپه پر طالبانو بریدونه شوي دي. دولتي ځواکونه وایي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو طالبان دې ډلې ته د مرګ ژوبلې ور اوښتل نه مني.

شریک یي کړئ