Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو څلور ښارونه او لس ولسوالۍ ولکه کړي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو د لوګر، پل علم، د پکتیکا ښرنه، د کونړ اسداباد، د پکتیا ګردیز او د هېواد لس ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

سرچینې وايي چې طالبانو د دغو څلورو ولایتونو له مرکزي بندخونو ټول بندیان ازاد کړي او د لوګر، پکتیکا، پکتیا او کونړ ځايي او امنیتي چارواکي د ملي پوځ پوځي مرکزونو ته تللي دي.

د طالبانو لاسته د پکتیکا د مټاخان، یوسف خېلو، جاني خېلو، سرروضې او خیرکوټ ولسوالیو له لوېدو وروسته د ښرنې په ښار کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پېل شوې ده.

سرچینې د طالبانو لاسته د پکتیکا د امنیه قومندانۍ، د ولایت د مقام او ملي امنیت ریاست د لوېدو خبر ورکوي او وایي چې ځایي او امنیتي چارواکي د ځانګړو پولیسو مرکز ته تللي دي.

ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازی میرزا محمد کټوازی وايي:«لکه لوګر او ارزګان په سوله ییز توګه، لکه څرنګه چې خلکو غوښتل؛ جګړه باید زور وانه خلي، د دولت چارواکي راووتل او طالبانو ته یې وسپارل.»

د تخار ورسج، د پکتیا سیدکرم او دغه زار د کونړ شلطن او اسمارو ولسوالۍ په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د حکومت له ولکې وتلي دي.
           
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی جاوېد صافی هم څرګندوي:«کله چې ځينو پوستو سقوط وکړ، موږ له حکومته وغوښتل چې اکمالات وشي او رسېدنه وشي، خو له بده مرغه حکومت اکمالات ونه کړل او همدا لامل شو.»
       
د میدان وردګو د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک وویل:«پر میدان ښار طالبانو برید وکړ او جګړې له غرمې وروسته زور واخیست.»

بل خوا د طالبانو لاسته د لوګر ولایت د مرکز پل علم د لوېدو خبر هم ورکړل شوی دی. خو دولتي ځواکونه د ۳۰۳ تندر قول اردو په څلورمه لوا او د ځانګړو پولیسو په مرکز کې حضور لري.
              
پخوانی پوځي سید مقدم امین وايي:«له پیل تر اوسه د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت د امریکا تر مدیریت لاندې دی او وروستي بدلونونه او د امریکا په بهرنی سیاستو پورې تړاو لري، خو یوه تېروتنه یې وکړه چې وروسته یې ورته پام شو.»

د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه، اوس ۲۱ یې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي او حکومت یوازې د ۱۳ ولایتونو مرکزونه په واک کې لري. په دغو ۱۳ ولایتونو کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.
            
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی هم زیاتوي:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پرېکنده توګه له خپل ټول ځواک د هېواد له شل کلونو ارزښتونو دفاع او تر وروستۍ به مبارزه وکړي.»

سره له دې چې طالبانو په وروستیو ورځو کې څو ښارونه نیولي دي؛ خو حکومت دې ډلې ته په جګړو په تېره بیا هوایي بریدونو کې د درې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کوي، خو طالبان د حکومت دا ادعا ردوي.

شریک یي کړئ