Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان وایي کابل ته په زور نه ننوځي

داسې حال کې چې کابل کې وضعیت ډاډمن نه‌دي او خلک په ویره کې دي، طالبانو نن (یکشنبه د زمري په ۲۴ مه) یوه بیان کې ویلي، چې دوی کابل ته په زور نه ننوځي.

طالبان وایي، مقابل لوري سره یې خبرې روانې دي، چې دوی په سوله‌ییزه توګه کابل ته ننوځي.

طالبانو د کابل دروازو ته نږدې خپلو منتظرو کسانو ته امر کړی، چې کابل ته دې په زور نه ننوځي او دوی د انتقال بهیر سوله‌ییز غواړي.

طالبانو په ننني بیان کې ویلي، چې د لېږد تر پروسې حکومت د کابل ښار د امنیت مسوولیت لري.

طالبانو دا هم ویلي، چې له نظامیانو او ملکیانو د غچ اخېستو فکر نه لري او ټول به خوندي وي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال وایي، چې پر کابل برید نه کېږي او لېږد به سوله‌ییز وي.

میرزکوال د کابل خلکو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د ښار امنیت نیسي.

بل‌خوا مخکيني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله سره کتنه کې، قطر ته د یوه پلاوي پر لېږلو خبرې کړې دي.

له دې ټولو سره پرون ولسمشر غني له سیاستوالو سره کتنه کې توافق کړی، چې یو باصلاحیته پلاوی به طالبانو سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه