Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کابل او پنجشېر پرته ټول هېواد د طالبانو لاس ته ولوېد

د کابل ښار او د پنجشېر ولایت له ځينو برخو پرته نور ټول هېواد د طالبانو لاس ته ولوېد.

د مزارشریف، میمنې، چاریکار محمود راقي، جلال اباد، مهترلام، میدان وردګ، خوست، بامیان، دایکندي او نورستان ښارونه له تېرې ورځې راهیسې په پرله پسې او له جګړې پرته د حکومت له ولکې بهر شول او په دغو ولایتونو کې ټول بندیان ازاد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ماښام تر شپږو بجو ۲۱ ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي وو، خو تېره شپه او نن د هرې کړۍ په تېرېدو سره د افغانستان نقشې بدلون وکړ.

په کابل کې له څلوارلسو ولسوالیو او څو امنیتي حوزو څخه دولتي ځواکونه بهر شوي دي.

تمه کېږي چې څو ساعته وروسته، یوه یا دوه ورځې او یا هم له هغې ژر د راتلوونکي حکومت په هکله د حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي.

له دې ټولو سره ولیدل شي چې راتلوونکی برخلیک به څه وي؟

امریکا کابل ته تازه دمي سرتېري استولي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر چې ټاکل شوې د روان کال د اګسټ په ۳۱ بشپړ شي، په خوندي توګه ترسره کړي.

تصویر بندانگشتی

د کابل ښار او د پنجشېر ولایت له ځينو برخو پرته نور ټول هېواد د طالبانو لاس ته ولوېد.

د مزارشریف، میمنې، چاریکار محمود راقي، جلال اباد، مهترلام، میدان وردګ، خوست، بامیان، دایکندي او نورستان ښارونه له تېرې ورځې راهیسې په پرله پسې او له جګړې پرته د حکومت له ولکې بهر شول او په دغو ولایتونو کې ټول بندیان ازاد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ماښام تر شپږو بجو ۲۱ ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي وو، خو تېره شپه او نن د هرې کړۍ په تېرېدو سره د افغانستان نقشې بدلون وکړ.

په کابل کې له څلوارلسو ولسوالیو او څو امنیتي حوزو څخه دولتي ځواکونه بهر شوي دي.

تمه کېږي چې څو ساعته وروسته، یوه یا دوه ورځې او یا هم له هغې ژر د راتلوونکي حکومت په هکله د حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي.

له دې ټولو سره ولیدل شي چې راتلوونکی برخلیک به څه وي؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه