Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د ټولو مُلکي الوتنو په ټپه درېدل

په کابل کې د حامدکرزي هوايي ډګر نن (دوشنبې د زمري په ۲۵مه) په یوې اعلامیه کې له دغه هوايي ډګره د ټولو مُلکي الوتنو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې شپې راهیسې په زرګونه تنه په هوايي ډګر کې له کابله د وتلو په هیله سره راغونډ شوي دي.

په دغې خبرپاڼه کې له ټولو خلکو غوښتل شوي چې هوايي ډګر ته له راتګه ډډه وکړي چې د هوايي ډګر د چور تالان مخه ونیول شي.

ویل کېږي چې څه باندې دوه زره کسان د کابل هوايي ډګر ته راغلي او د الوتنې په هڅه کې دي.

سرچینې وايي چې تراوسه دوه تنه د ډزو په پایله کې وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د کابل هوايي ډګر اداره د امریکايي ځواکونو په لاس کې ده.

تېره ورځ، دوو سرچینو طلوع نیوز ته د دې پخلی کړی چې ولسمشر غني د منځنۍ اسیا یوه هېواد ته تېښته کړې ده.
 
شریک یي کړئ