Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دوحه کې د افغانستان د راتلوونکي نظام په هلکه د سلامشورو دوام

طالبان وايي چې د افغانستان د راتلوونکي نظام د څرنګوالي، نوم او جوړښت په هکله په دوحه کې دوام لري او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلوونکي کې په دې هکله خپل دریځ روښانه کړي.

د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی طلوع نیوز ته وايي چې اوس د هغوی مشرتابه په دوحه کې په سلامشورو بوخت دی او له نړۍوالې ټولنې او دننه په افغانستان کې له سیاسي ګوندونو سره هم په اړیکه کې دي.

بلخوا د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې اوس د طالبانو لپاره د ازمویښت وخت را رسېدلی دی او باید ثابته کړي چې کولای شي نظام کنټرول او اداره کړي.

هغه په یوه ویډيويي پيغام کې ویلي دي:«اوس زموږ د ازموینې او امتحان نېټه رارسېدلې ده؛ ځکه چې موږ اوس د خلکو د امنیت د ټینګښت څرنګوالی په غاړه لرو.»

ورته مهال طالبان نن د دولتي وسلو د پلټون لپاره د طلوع نیوز دفتر ته راغلل او د دغې شبکې له ساتوونکو څخه د دولتي وسلو د سپارنې غوښتنه وکړه.

د طالبانو کسانو د طلوع نیوز له کارکوونکو سره هېڅ ډول ناوړه چلن نه درلود.

له دې ټولو سره سره، خلک د دې تمه لري چې په راتلوونکي نظام کې د خلکو ټولې طبقې ونډه ولري.

د کابل اوسېدونکی احمد فرید وايي:«داسې یو حکومت دې وي چې په هغه کې ټول ونډه ولري او ارامښت وي.»

د کابل بل اوسېدونکي فضل ربي هم وویل:«په ټول افغانستان کې دې امنیت راولي چې خلک له جګړې او تباهۍ ستومانه شوي دي.»

ورته مهال د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار رامنځته شوی وضعیت د اشرف غني د کارونو د ناکامۍ پایله ګڼي:«مفسد دولت دې ته حاضر نه شو چې له جګړې لاس واخلي او د افغانستان ستونزه یا هم کړکېچ په سوله ییزه توګه حل شي.»

د افغانستان سیاستوالان په دې اند دي چې په افغانستان کې داسې یو نظام رامنځته شي چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنې خوندي او همدارنګه سوکالۍ او امنیت ته ورسېږي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني په دې هکله څرګنده کړه:«دا خیانت اشرف غني وکړ او هېواد یې ډېر بې برخلیکه پرېښود، اوس دوی باید ژر تر ژره خپل حکومت جوړ کړي له هغې پرته خلک ډېر اندېښمن دي.»

طالبان په داسې حال کې له نړۍوالې ټولنې او افغان سیاستوالو سره د یوه ټول ګډونه اسلامي حکومت د جوړېدو په هکله خبرې کوي چې تېره ورځ د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون رییس امیرخان متقي وویل راتلوونکی په هغو پورې اړه لري چې اوس په افغانستان کې حاکم دي.  

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې اوس د طالبانو لپاره د ازمویښت وخت را رسېدلی دی او باید ثابته کړي چې کولای شي نظام کنټرول او اداره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه