Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو تر ولکې لاندې د کابل لومړنۍ ورځ څه ډول تېره شوه؟

له شلو کلونو وروسته کابل نن دوشنبې (د زمري په ۲۵مه) د لومړي ځل لپاره په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې و. او د دغې ډلې غړو په ښار کې حضور درلود.

د کابل ښار نننۍ وضعیت د جمهوریت تر ولکې لاندې ورځې پرتله ډېر متفاوته و. نن دننه په ښار کې ډېری هټۍ او حکومتي بنسټونه تړلي وو. خو ځينې پلازمېنه مېشتو له خپلو موټرو سره په ښار کې تګ راتګ کاوه.

بل عمده توپیر دا و چې د کابل په واټونو کې د ښځو حضور کم و او د تېرو ورځو په توګه د ښځو له ګڼې ګوڼې کوم خبر نه وو.

پلازمېنه مېشتي دا چې په کابل کې جګړه ونه شوه خوښ دي او غواړي چې بنسټونه ژر تر ژره خبل کارونه بېرته پيل کړي.

د کابل اوسېدونکی غلام دستګیر وايي:«اندېښنه ده، شرایط بل ډول دي، یوه دوه ورځې وکتل شي چې څه کېږي.»

نن ډېری حکومتي بنسټونه تړلي وو. د دې سربېره چې طالبانو د اعلامیو له خپرولو سره د خلکو د امنیت د ټینګښت خبره کړې ده، خو خلک په ځانګړي توګه دولتي کارکوونکي د ځورونې د وېرې له امله خپلو کارونو ته نه وو تللي.

د کابل اوسېدونکی احسان الحق په دې هکله وویل:«ژر تر ژره باید دولتي بنسټونه پرانیستل شي او خلکو ته باید خدمتونه وړاندې کړل شي.»

خو د پلازمېنې ځینې نور اوسېدونکي د اندېښنې له څرګندولو سره په واټونو کې د نامسووله وسله والو د حضور په هکله وايي چې ځینې دولتي بنسټونه د دغو کسانو له خوا ولوټل شول.

وسله وال کسان چې ځانونه طالبان معرفي کوي له دولتي او غیردولتي وسایطو سره په سړکونو تګ راتګ کوي.

د کابل اوسېدونکی محمد موسی څرګندوي:«داسې نه ده چې هر څوک راشي او وايي چې زه طالب یم، غلی هم لنګۍ ووهي.»

ځينې پلازمېنه مېشتي له طالبانو غواړي چې د خلکو د غوښتنو په وړاندې ځواب ویوونکي واوسي.

د کابل اوسېدونکی تواب زیاتوي:«نن د طالب په نامه هماغه څأور تنه غلي دي، کابل یې چور کړ.»

د خوراکي توکو د بیې لوړېدل یوه بله اندېښنه ده چې د کابل اوسېدونکي ورسره لاس او ګرېوان دي او هغې ته پر رسېدنې ټنینګار کوي.

د سړک پر سر پلورونکی امین الله وايي:«اوړه اولس سوه و اوس دوه زره او سل روپۍ شوي دي.»

په ولایتونو کې د تېرو ورځو جګړو ډېری کابل ته بې ځایه کړي دي؛ هغه بې ځایه شوي چې اوس د بېرته تګ وس نه لري.

یو له دغو بې ځایه شویو اسلام الدین وویل:«د لارې کرایې ته بند یم د لارې کرایه وي ځم.»

تېره ورځ ولسمشر غني او یو شمېر دولتي ځواکونو کابل پرېښود او شپه مهال طالبان په کابل کې ځای پر ځای شول؛ خو خلک اندېښمن دي چې ځینې غله له موکې په استفادې ځينې دولتي ځایونو یې چور تالان وکړل.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه