Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان وايي د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتوونکي یوو

طالبانو نن سې شنبې (د زمري په ۲۶مه) طلوع نیوز ته د دې پلخی وکړ چې هغوی په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدو غوښتونکي دي.

د طالبانو یو چارواکی وايي د ټول ګډونه حکومت په هکله د هېواد له سیاستوالو او نړۍ والۍ ټولنې سره د سلامشورې پایلې به ډېر ژر له ټولو سره شریکې شي.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته نږدې سرچینې وايي چې د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسیون له رییس امیر خان متقي سره د تېرو دوه ورځو په لیدنه کې له دغو سیاستوالو سره د پراخه ټول ګډونه حکومت په هکله ډاډ ورکړی دی.

سرچیې زیاتوي چې امیر خان متقي حامد کرزي او عبدالله عبدالله د پراخه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په هکله ډاډ ورکړی دی.

حامد کرزي ته له نږدې کسانو ګل رحمان هم وویل:«خبرې په دې هکله دي چې څه ډول یو ټول ګډونه حکومت راتلای شي چې ټولو ته د قناعت وړ وي او ټولنه د یوې ارامۍ او سوکالۍ په لور بوځي.»

طالبان په داسې حال کې د یوه ټول ګډونه حکومت په هکله خبرې کوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته له ننوتو وروسته اعلان کړی وو چې راتلوونکی نظام په هغو کسانو پورې اړه لري چې اوس په افغانستان کې حاکم دي.

د افغانستان د ژغورنې لار شورا مشر سید اکبر اغا څرګنده کړه:«د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په اړه سره سلامشورې کوي چې د دغه حکومت په وړاندې مخالفتونه او مخالف لوري رامنځته نه شي.»

دا دویمه ورځ ده چې طالبان پر کابل ښار واکمن دي، اوس د خلکو غوښتنه دا ده چې د نظام برخلیک او د هېواد د رهبرۍ مدیریت څرنګوالی باید روښانه شي.

د کابل اوسېدونکی احمد بلال وايي:«یو ټول ګډونه حکومت وي چې په هغه کې ټول ونډه ولري.»

د کابل بل اوسېدونکی صفي الله هم وویل:«خلک له وژنې او ناامنۍ ستومانه شوي دي او ارامښت غواړي.»

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ګډون کوونکو هېوادونو وویل چې په اوسي وضعیت کې نړۍوالۍ ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

له هغې وروسته چې ولسمشر غني افغانستان پرېښود، د نړۍ هېوادونو د خلکو د وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش په دغې غونډه کې وویل:«موږ نه شو کولای او باید د افغانستان خلک یوازې پرېږدو.»

هغه زیاته کړه:«اوس د دې وخت دی چې نړۍ واله ټولنه ودرېږي، کار وکړي او سره عمل وکړي، موږ باید د بشري حقونو د ملاتړ لپاره باید په یوه غږ خبرې وکړو. موږ باید متحد شوو.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه