Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د ځينو دولتي بنسټونو د فعالیتونو بیا پیل

په هرات کې ځينو حکومتي بنسټونو د ښځو له حضور پرته خپل فعالیتونه بیا پيل کړل.

په هرات کې طالب چارواکي وايي چې په نږدې ورځو کې به په دولتي بنسټونو کې ټولې ښځينه کارکوونکې به خپلو دندو ته راستنې شي.

له دې ډلې، د هرات برېښنا شرکت هرات ښار ته د طالبانو له راتګ یوه ورځ وروسته خپل کار پيل کړ او اوس د دغه شکرت فعالیتونه په عادي توګه دوام لري.

د دغې ادارې ډېری کارکوونکي خپلو دندو ته راستانه شوي دي چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

د هرات برېښنا لپاره د طالبانو مسوول ملا خیر محمد معراج وايي:«کارکوونکي خپلو دندو ته راستانه شوي دي او هېڅ ستونزه شتون نه لري.»

د هرات اوسېدونکی حفیظ الله حیدري هم وویل:«د برېښنا ریاست پرانیستی دی او د دغې ادارې کارکوونکي له ښې روحیې سره د مراجعه کوونکو ستونزو ته رسېدنه کوي.»

په هرات کې طالب چارواکي وايي چې به نږدې راتلوونکي کې ټولې ښځې کارکوونکي به خپلو دندو ته راستنې شي.

د هرات لپاره د طالبانو والي مولوي عبدالقیوم روحاني څرګندوي:«د ښځو د کار په هکله موږ یوه لایحه لرو. ښځې دې هېڅ اندېښنه لري او د شرعیت پر بنسټ کولای شي خپلو کارونو ته دوام ورکړي. ښځې او نر د هغو حقونو پر بنسټ چې د اسلامي په دین کې لري کولای شي له هغو برخمن شي.»

په هرات ښار کې د عمومي خدمتونو وړاندې کوونکي ځينې حکومتي بنسټونه لاهم فعال نه دي. لکه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش اداره چې غیرفعاله ده او په زرګونه تنه د خپلو تذکرو د اخیستو لپاره په تمه دي. 

د هرات اوسېدونکی عبدالله وايي:«دولتي ادارې دې ژر پرانیستل شي چې د خلکو ستونزې حل شي.»

د هرات ولایت د عدلیې ریاست لپاره د طالبانو مرستیال ملا محمد دلبر څرګندوي:«د عدلیې ریاست ټول کارکوونکي مو په دغې اداره کې د خپلو کارونو د دوام لپاره رابللي دي او ټول راغلل. د یو بل له همکارۍ سره کارونه مخته بیایوو.»

هرات کې د طالبانو مسوول په دغه ولایت کې د حکومت له ټولو کارکوونکو غواړي چې خپلو دندو ته راستانه شي. د هغوی په وینا، په هرات کې د دولتي کارکوونکو د فعالیت په وړاندې هېڅ ډول محدویت شتون نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه