Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: کابل کې د طالبانو او سیاستوالو ترمنځ سلامشورې پيلېږي

د نه کسیز پلاوي په مشري له دوحې، کندهار ته د ملابرادر له سفر سره هم مهاله، د طالبانو په منځ کې ځينې سرچینې طلوع نیوز ته د دې پخلی کوي چې دغه پلاوی، په کابل کې له سیاستوالو سره سلامشورې پيل وي او د راتلوونکي نظام په هکله د مذاکرې لپاره دوحې ته نه ځي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملاخیر الله خیرخواه وايي چې ملا عبدالغني برادر په نږدې راتلوونکو کې کابل ته راځي او له افغان سیاستوالو سره به د راتلوونکي نظام په هکله خبرې اترې په رسمي توګه پیل کړي.

نوموړي وویل:«د حکومتوالۍ په هکله سر له سبا مشورې پیلېږي چې له تاسو سره به شریکې شي او ډېر وخت به ونه نیسي.»

طالبان وايي، افغانستان ته د ملا برادر د سفر یوه موخه دا ده چې، تر دې وروسته د افغانانو تر منځ خبرې به په هېواد کې دننه ترسره شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند څرګندوي:«هغه پرېکړې چې شوې وې چې سیاستوال دوحې ته ځي، هغه پرېکړه رد شوه، اوس ټولې پرېکړې په افغانستان کې کېږي.»

د نوي نظام له جوړېدو سره جوخت، خلک بیا د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړونو د ساتنې غوښتونکي دي.

د کابل اوسېدونکی رمضان څرګندوي:«که چېرې په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل شي، موږ خپلې ټولنې هیلې له لاسه ورکوو.»

د کابل بل اوسېدونکی محمد سید هم وویل:«همدا اوس زه د هوايي ډګر له سړکه راغلم او ومې لیدل چې ډېری خلک غواړي هېواد پرېږدي، ځکه چې خلک ناهیلې شوي دي.»

طالبانو د امرالله صالح د هغو څرګندونو په اړه چې د اساسي قانون له مخې، د محمد اشرف غني په نشتوالي کې د افغانستان سرپرست دی هم غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی عبدالسلام حنفي وویل:«نن وینو هغه کسان چې په زور افغانستان ته راغلي وو، نن له افغانستانه ولاړل او اساسي قانون یې هم له ځان سره ویوړ.»

له بل لوري د طالبانو د سولې د مرکچي پلاوي غړي انس حقاني نن له عبدالله عبدالله او حامد کرزي سره د عبدالله عبدالله په کور کې لیدلي دي.

سرچینې وايي، په لیدنه کې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه بحث یو له بحثونو وو.

د طالبانو سیاسي مرستیال او په قطر کې د دغې ډلې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خپلو نهو همکارانو سره تېره ورځ له دوحې په یوې ځانګړې الوتنه کې کندهار ته ورسېد.

شریک یي کړئ