Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو له خوا د کابل تر ولکې وروسته د موټرو د غلاوو ډېروالی

د طالبانو له خوا د کابل تر ولکې وروسته د دغه ښار له بېلابېلو برخو د بې شمېره موټرو د غلا خبر ورکړل شوی دی.

د کابل اوسېدونکي وايي چې طالبان باید د امنیت او نظم د رامنځته کولو لپاره په ښارونو کې د غلو مخه ونیسي او د خلکو امنیت تامین کړي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی غلام فاروق وايي ګې د تېرې ورځې پر څلورو بجو د کابل په کارتې سخي سیمه کې دوو وسله والو غلو د ده پر موټر ډزې وکړې او بیا دی یې له موتره ښکته کړ او موټر یې ترې وتښتاوه.

دی زیاتوي، په داسې حال کې چې، د کابل درېیمې امنیتي حوزې ته راپور ورکړی؛ خو لا هم د یوې ورځې او شپې په تېرېدو سره موټر یې نه دی موندل شوی:«حوزه مې خبره کړه او د کوڅې خلک مې هم خبر کړل. یو طالب هم په کوڅه کې و هغه ته مې هم وویل، خو هغه وویل چې د ډز کولو حق نه لرم.»

د کابل بل اوسېدونکی بابه جان هم وايي:«هغه غله چې د طالب په نوم غلا کوي، دوی باید کنټرول کړي.»

له دې منځه د کابل د کارتې سخي سیمې لپاره د طالبانو مسوول مولوي میرویس فیضي وايي له هغو کسانو سره به چې، غلاوې کوي او یا هم خلک ځوروي جدي چلن وشي:«موږ د خلکو د خدمت لپاره تشریف راوړی دی. موږ د همدې لپاره راغلي یوو چې غله او لنډغر پرې نه ږدو چې فعالیت وکړي.»

له بل لوري په یوې ویډیو کې چې، په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي لیدل کېږي چې، یو شمېر کسان د طالبانو په جامه کې یوه کور ته دننه کېږي او د یادې کورنۍ یو غړی ډبوي.

خلک له هغه څه چې د طالبانو له خوا د کور په کور تلاشي ویل کېږي اندېښمن دي.

کابل مېشتی عبدالله په دې هکله وايي:«خلک بې برخلیکه دي او په پرېښانۍ سره هرې خوا ته درومي. که څه هم طالبانو ویلي دي چې کورونه نه تلاشي کوي، پر ښځو او نرینه وو کار نه لري، خو شرایط ګډوډ دي او خلک په طالبانو بشپړ اعتماد نه لري.»

سره له دې چې، طالبانو له ټولو دولتي کارکوونکو غوښتي چې، خپلو کارونو ته بېرته ستانه شي؛ خو پر کابل ښار د طالبانو د درېیو ورځو له حاکمیت سره لا هم ټول دولتي بنسټونه رخصت دي او کار کوونکي یې نه پوهېږي چې، څه وخت به د یادو بنسټونو چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې د هېوادوال د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، ډېر ژر به د ټول ګډونه حکومت په جوړېدو سره د هېواد سیاسي وضعیت بدل شي او د خلکو ژوند به هم بېرته عادي حالت ته وګرځي.

شریک یي کړئ