Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد ځینو ولایتونو کې د افغانستان بیرغ په ملاتړ لاریونونه

ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې یو شمېر ځوانان سره راټول شوي او د افغانستان د درې رنګه بیرغونه یې په عمومي واټونو کې پورته او په لاریون لاس پورې کړ.

خو دغه لاریونونه په جلال اباد او خوست ولایتونو کې په تاوتریخوالي واوښتل او پر لاریون والو د طالبانو په ډزو کې د ذاهد الله په نوم یو لاریون وال وژل شوی دی.

د جلال اباد اوسېدونکی احمد وویل:«زما ځان دې له دغه بیرغه قربان وي.»

خوست او کونړ کې لاریونوال وايي چا ته به اجازه ورنه کړي چې د ښار له واټونو څخه د افغانستان بیرغونه ښکته کړي. 

د کونړ اوسېدونکی تهذیب الله وايي:«د ښار په چوک کې مو ملي بیرغ پورته کړی دی. زموږ ملي بیرغ زموږ ملي پېژاند دی. هر نظام چې راځي باید له دغه بیرغه ساتنه وکړي.»

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د بیرغ په اړه راتلونکی نظام پرېکړه کوي:«د بیرغ په هکله راتلوونکی نظام پرېکړه کوي. هر څه په خپل زړه مه کوئ. پرېږدئ چې نظام جوړ شي. خلک بېلابېل نظرونه لري.»

دا غبرګونونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو ځینو ښارونو ته له ننوتلو سره د افغانستان بیرغ پرځای خپل بیرغونه پورته کړي دي. 
 
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د بیرغ په اړه راتلونکی نظام پرېکړه کوي.

شریک یي کړئ