کابل کې د جګړې بې ځایه شوي وايي چې د طالبانو لاس ته د یاد ولایت له لوېدو سره هغوی ته د مرستې بهیر په ټپه درېدلی او په تېرو څلورو ورځو کې هغوی ته د اوبو او ډوډۍ د رسونې په برخه کې چا ورسره مرسته نه ده کړې.
د جګړې دغه بې ځایه شوي کسانو په وینا، ماشومان یې وږي پاتې دي.
د طالبانو لاس ته په پرله پسې توګه د ولایتونو له لوېدو وروسته، په زرګونو کورنیو له جګړې تېښته وکړه او کابل ته یې پناه راوړه؛ خو دومره موده تېره نه شوه چې کابل او د دغې ډلې لاس ته ولوېد.
د جګړې بې ځایه شوي وايي له هغې مهاله چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، هېڅ بنسټ له هغوی سره مرسته نه ده کړې.
د کندوز جګړې بې ځایه شوی عبدالحمید وايي:«د طالبانو له راتګ وروسته، سوداګر هم ورک شول. موسسې هم ورکې شوې. یوه اوونۍ کېږي چې موږ نه ډوډۍلرو او نه هم اوبه.»
ګل نسا چې هغه هم کندوز کې د جګړې له امله بې ځایه شوې څرګندوي:«زموږ سیمې دې امنې شي چې موږ بېرته خپلو کورونو ته ولاړ شو.»
د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو پر بنسټ په ټول افغانستان کې د څو میاشتو وروستیو جګړو په لړ کې، څه باندې ۳۹۰ زره تنه بې ځایه شوي دي چې یوازې کابو ۳۰ زره کورنیو یې کابل ته پناه راوړې ده.