Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیو د فعالیت په هکله د طالبانو د وینا څرګندونو ته غبرګونونه

د رسنیو او ښځو په اړه د طالبانو د ویاند خبرو غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد د سې شنبې په ماښام د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې، رسنۍ کولی شي په درېیو شرطونو سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل لومړي خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، رسنۍ او ښځې د اسلامي اصولو مطابق کولای شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي؛ خو یو شمېر خبریالان بیا وايي په تېرو ۲۰ کلونو کې یې هم دغه اصول مراعات کړي دي.

د هغه په وینا، رسنۍ کولی شي د اسلام په اډانه، ملي ګټو او بې پرېوالي ته په ژمنتیا سره خپلې چارې پر مخ یوسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړه:«له رسنیو سره زموږ تعامل د اصولو په چوکاټ کې دی، د رسنیو د اصولو او مبنا باندې دی. موږ غواړو چې ټولۍ رسنۍ، خصوصي رسنۍ ازادې پاتې شي، خپلواکه پاتې شي او نشرات یې دوام وکړي.»

د ځینو رسنیو مشران وايي، د افغانستان رسنۍ له تېرو شلو کلونو راهیسې دغو مسایلو ته ژمن وو او همداراز هیله څرګندوي چې، طالبانو رسنۍ او د بیان ازادي سانسور نه کړي.

د اریانا نیوز د نشراتو رییس شریف حسنیار وویل:«ایران یو اسلامي هېواد دی او د هغه د ټلوېزیونونو نشرات موږ ګورو. اندونیزیا هم یو ستر اسلامي هېواد دی، موږ د هغه د ټلوېزیونونو نشرات وینو. همدا ډول ترکیه یو اسلامي هېواد دی. زه فکر کوم چې د افغانستان رسنۍ حتا ډېری موردونه چې غیر اسلامي ښودل شوي دي نسبت دغو هېوادونو ته په پام کې نیول شوي دي.»

د افغانستان اسلامي جمهوري د سولې مرکچي پلاوي  غړې فوزیه کوفی وايي، طالبان باید افغان ولس ته دا روښانه کړي چې، د ښځو د حقونو په اړه څه ته  ژمن دي:«دوی باید څرګنده کړه چې په ټول افغانستان کې چې اخیستون او تعریف یې د دین د اصولو پر بنسټ دي نه د کلتور او عرف او دودونو پر بنسټ چې په ډېریو موردونو کې ښځې قرباني شوي دي د اوسني دورې په ګډون.»

طالبانو ویلي چې، عمومي عفوه یې اعلان کړې او د دولتي کارکوونکو، د بهرنیو بنسټونو او د کارکوونکو په ګډون د ټولو هېوادوالو پر امنیت ساتنې ټينګار کړی او همداراز یې ژمنه کړې چې، دغه ډله به د نشه یي توکو د کرکېلې او قاچاق پر وړاندې مبارزه وکړي. 

د دغې ډلې ویاند زیاته کړې چې، طالبان د غچ اخیستنې په فکر کې نه دي.

د کابل اوسېدونکی نیاز محمد وايي:«زموږ تمه دا ده، د عدالت، برابرۍ او ازادۍ په هکله د طالبانو له ادرسه باید رسمي بیانیې دوام پيدا کړي.»

په کابل ښار کې د طالبانو له حضوره ۳ ورځې تېرېږي او هېوادوال هم د دوی له لوري د رسمي نظام او حکومت د اعلانولو په تمه دي.

شریک یي کړئ