Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'اشرف غني له خپلو ملګرو سره په ابوظبۍ کې دی'

له افغانستانه د اشرف غني او د هغه د ملګرو له تېښتې څلور ورځې وروسته، رپوټونه د دې پخلی کوي چې هغوی اوس د اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې اوسېږي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب او د مخکنیي حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي، له دې مخکې چې طالبان کابل ته راورسېږي، له افغانستانه تېښته وکړه.

د راپورونو له مخې، محمد اشرف غني له خپلو شاوخوا ۵۰ کسانو سره په یوه چارتر الوتنه کې د ازبېکستان ترمز ته تللی وو او په هغه ځای کې له دوه ساعته تم کېدو وروسته د اماراتو ابوظبۍ ته تللی؛ خو لا تر اوسه هم په اماراتو کې په رسمي توګه د هغه حضور نه دی تایید شوی.

ولسمشر په خپله یوه وینا کې ویلي و:«هر څوک ځي خو زه هغه کس نه یم چې ولاړ شم. همدا افغانستان زما کور او ګور دی.»

ځينو هېوادوالو په خواله رسنیو کې داسې د «انټرپول پولیس باید اشرف غني ونیسي»کمپاین پیل کړی دی. 

د کابل اوسېدونکی محراب الدین وايي:«خلک یې په یې بې پناهۍ او بې برخلیکۍ کې پرېښودل او دا چې د واک تشه رامنځته شي. ډېر د خواشینۍ ځای دی. ډېر د بې غیرتۍ ځای دی.»

د کابل بل اوسېدونکی احمد باسط هم وویل:«په دې ډول بې غیرتۍ او دا ډول بې شرمۍ او بې ننګۍ کې خلک یې خوشې کړل.»

له بل لوري وروسته له هغې چې، د محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح له یوه نامعلوم ځایه په یوه پیغام کې د غني له تښتېدو وروسته د قانون پر بنست ځان د ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست وباله، په تاجیکستان د حکومت مخکیني سفیر په دغه هېواد کې د افغانستان په سفارت کې د اشرف غني تصویر راښکته کړ او له انټرپول پولیسو یې غوښتي چې، اشرف غني ونیسي.

تاجیکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر څرګنده کړه:«هغه پیسې چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره استول شوې وې، هغه یې دغه تښتېدلي مشر له خپلو جرمي شریکانو سره لېږدولي دي. هیله ده چې نړۍوالۍ محکمې ته وکاږل شي.»

له دې سره سم، د امریکا مخکیني ولسمشر- اشرف غني یې د غلووونکو مشر بللی او د امریکا د ملي امنیت سلاکار بیا ويلي چې، دمګړۍ په افغانستان کې اشرف غني کوم مهم شخص نه دی او نه غواړي د هغه په اړه څه ووايي.

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرامپ وویل:«غني خپل ټول وخت زموږ له سناتورانو سره پر کتنو او ورسره د ډوډۍ په خوړولو تېر کړ. سناتوران د هغه په جېبونو کې وو. دا هغه ستونزې وې چې، موږ درلودې. خو له هغه مې هېڅ ښه نه راتلل... هغه بلاخره وتښتېده.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان هم څرګندوي:«زه نه غواړم چې، د ولسمشر غني په اړه چې نور په افغانستان کې یو فکتور نه دی څه ووایم. په داسې وضعیت کې نه یم چې، په دې اړه په ژوره توګه څرګندونې وکړم.»

خو یو شمېر حقوقپوهان بیا وايي چې، د ملي او نړۍوالو قوانینو پر بنسټ، دا چې، پر اشرف غني او ورسره کسانو یې د بیت المال د لوټلو تورونه دي؛ نو نړۍ باید د عدالت ټينګښت لپاره لاس په کار شي.

د پوهنتون استاد او حقوق پوه آرش شهیر پور وايي:«د اشرف غني احمدزي د اوسېدو ځای چې هر هېواد وي، د ملګرو ملتونو سازمان د سزايي حقوقي نظام په مطابق مسوولیت لري چې د اشرف غني دوسیې ته رسېدنه وکړي. لږ تر لږه د کار پایله به یې دا وي چې د افغانستان ملت غلا شوې پانګه به بېرته راستنه کړل شي.»

له ولسمشر سربېره، لا تر اوسه روښانه نه ده چې، د هغه مېرمن چې په تېر حکومت کې یو له اغېزناکو ښځو شمېرل کېده او د غني دویم مرستیال سرور دانش چېرې دي.

خو د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د یوه پیغام په خپرولو سره د خپل د اوسېدو ځای افغانستان په ګوته کړی دی.

شریک یي کړئ