Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکیه لا هم د کابل د هوایي ډګر د امنیت ساتلو نیت لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون (چهارشنبه د زمري په ۲۷ مه) ویلي، چې هېواد یې لا هم د کابل د امنیت ټینګولو د مسوولیت اخېستو په لټه کې دی او دا وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان پر پلازمېنه کابل ولکه ټینګه کړې.

د رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ترکیه کې سرچینو ورته ویلي، د کابل په هوایي ډګر کې د ګډوډۍ له کبله د ترکیې لومړنی پلان اوس پاتې شو، خو طالبانو ته د امنیتي او تخنیکي مرستو وړاندیز کوي.

رویټرز د اردوغان یوې ټلوېزیوني مرکې پر بنسټ لیکلي:"پر افغانستان د طالبانو کنټرول سره، موږ ته نوی تصویر رامخې ته شو. موږ به اوس د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره خپل پروګرامونه برابروو، نو خبرو ته به دوام ورکوو."

د ترکیې ولسمشر ویلي، ټولو لوریو سره په دې هکله خبرې روانې دي او دوی کابل ته په نرمۍ د طالبانو د ننوتلو هرکلی کوي.

ښاغلي اردوغان ویلي "د افغانستان خلکو د هوساینې او  په افغانستان کې زموږ ترک توکمو د سوکالۍ لپاره، چې زموږ د ګټو ساتلو کې یې لاس راکړی، همکارۍ ته چمتو یوو."

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د کابل هوایي ډګر کې ګډوډي ده او لا هم ځینې کسان همدې ګډوډۍ کې ورک دي.

د کابل هوایي ډګر په دروازه کې ګڼ خلک راټول شوي او له هېواد نه د وتلو هڅه کوي، چې اکثرو سره یې د سفر اسناد هم نه‌شته.

د دوشنبې ورځې راهیسې د کابل هوایي ډګر کې ګډوډۍ، ډزو او له الوتکې نه د خلکو لوېدو پېښو کې شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د کابل هوایي ډګر د امنیت ساتلو په موخه، له ټولو لوریو سره خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ