Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اشرف غني: "د یوې دسیسې مخنیوي لپاره مې هېواد پرېښود"

له افغانستانه وتلي ولسمشر محمد اشرف غني بېګاه (چهارشنبه د زمري په ۲۷ مه) په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي، چې د یوې لویې دسیسې د مخنیوي لپاره چې په خبره یې، د "افغانستان تاریخي دوښمن" په‌کې لاس درلود، له هېواده وتلو ته اړ کړای شو.

اشرف غني چې متحده عربي اماراتو ته تللی، خپل بېګانی پیغام یې پر فېسبوک خپور کړی - ویلي یې دي، چې د یکشنبې ورځې پر ماسپښین یې غوښتل چې دفاع وزارت ته لاړ شي او د کابل د امنیتي وضعیت اداره کړي، چې ناڅاپه یې ساتونکي پرې راټول شول او له ارګ نه یې وویست، چې دې سره یې یوه لویه دسیسه شنډه کړه.

اشرف غني له حمدالله محب او فضل محمود فضلي سره، وروسته له هغې افغانستان نه ووت، چې طالبان کابل ته راورسېدل.

ښاغلي غني ویلي، چې که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه، چې کابل ښار ته به نه ننوځي، خو په وینا یې طالبان د ارګ شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او امنیتي ځواکونو د امنیت ټینګولو وس نه درلود.

طالبانو لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

پر ښاغلي غني دا تورونه لګېدلي، چې ګنې له افغانستان نه وتلو سره یې پیسې هم له ځانه سره وړې دي، خو په بېګاني پیغام کې ښاغلي غني ویلي، چې له افغانستانه یې پیسې نه دي وړي او ان له هېواد نه تګ یې دومره په بېړه وو، چې خپل بوټان یې نه دي پر پښو کړي او د شخصي یادداشتونو کتابچې او شخصي کمپیوټر هم ترې پاتې شوي چې محرم اسناد په‌کې دي او په وینا یې اوس دا توکي د نورو لاس ته لوېدلي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ځینو پخوانیو چارواکو د ښاغلي غني دا خبرې رد کړې دي او ویلي یې دي، چې هغه (غني) څو ورځې وړاندې خپل پاسپورټ له بهرنیو چارو وزارت نه راخېستی وو او غوښتل یې له هېواد نه ووځي.

رپوټونه دي، چې اشرف غني له شاوخوا ۵۰ کسانو سره لومړی د ازبکستان ترمز او بیا له دوو ساعتونو وروسته د اماراتو پلازمېنې ابوظبي ته تللی.

بل خوا د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې ولسمشر غني له کورنۍ سره یې اماراتو کې دی.

له دې ټولو سره لا نه ده معلومه چې د ښاغلي غني دویم مرستیال سرور دانش چېرې دی، خو لومړي مرستیال یې امرالله صالح په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې افغانستان کې دی.

محمد اشرف غني وایي، که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه، چې کابل ښار ته به نه ننوځي، خو په وینا یې طالبان د ارګ شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو.

شریک یي کړئ