Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي

ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته وایي چې له سیاسي مشرانو سره خبرې روانې دي او ډېر ژر به یو نوی حکومت جوړ او اعلان شي.

نوموړي زیاته کړه:«زموږ سیاسي چارواکو د دغه ځای له مشرانو چې په کابل کې دي لیدلي دي، یو بحث هغوی ته د ډاډ ورکول وو چې له هغوی سره شریک شي، دویم دا چې د هغوی مشوره، نظرونه مهم دي واخیستل شي په همدې بحث روان دی،و ان شاالله هیله لرو ژر تر ژره وکړای شو چې حکومت اعلان شي.»

بل خوا د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه غړو پرون له عبدالله عبدالله، حامدکرزي او ګلبدین حکمتیار سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرتابه غړو شهاب الدین دلاور، عبدالسلام حنفي، خیرالله خیرخواه و عبدالرحمان فدا تېره ورځ له مخکیني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر سره وکتل.

عبدالله عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، په دې کتنه کې د نورو مسایلو سربیره د ټول ګډونه سیاسي بهیر د جوړښت په اړه رغنده بحثونه درلودل.

دغو طالبانو د حزب اسلامي له رهبر ګلبدین حکمتیار سره هم کتلي دي.

خو یو شمېر سیاستوال د دغو خبر پر څرنګوالي نیوکې لري. سید اسحاق ګیلاني سره له دې چې، د دغو خبرو پایلو ته هیله من دی؛ خو بیا هم ټينګار کوي چې، دغه بهیر باید ټول ګډونه وي:«دا لوبه ډېره ښه نه وینم د دې لپاره چې ډېره شخصي بازي ده، هر یو یې هڅه کوی چې ځان وړاندې کړي او قطعاً نورو افغانانو ته درناوی نه کوي، دا بیا هماغه ډول حالت رامنځته کوي چې همدوی مطرح وي او د افغانستان نور خلک له دروازې بیرون وي.»

له دې سره سم عطامحمد نور وايي، که چېرې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت جوړ نه شي، نو دوی لپاره به بیا هم د منلو نه وي.
  
اسلامي جمعیت جلا شوې څانګې مشر عطامحمد نور زیاتوي:«جګړه پای ته نه ده رسېدلې، شرایطو تراوسه ډېر اوږده دي اوږده موده لرو، دوی ازمایوو، بیا هم موږ ډګر ته رادانګو، یا د ټول ګډونه حکومت له لارې په منطقي بڼه یې او یا هم د جګړې له لارې.» 

له دې سره سم، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي سیال سره په ټېلفوني اړیکه کې په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه دولت پر جوړولو ټينګار کړی دی.

طالبان: ډېر ژر به نوی حکومت اعلان شي

ښاغلی عبدالله دا کتنه رغنده بللې ده او ویلي یې دي چې په د غې کتنه کې د پراخ بنسټه او ټول ګډونه سیاسي بهیر پر جوړېدو بحث شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه