Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي ته د رسېدنې کمېټې جوړېدل

د رسنیو او خبریالانو د وضعیتونو په اړه د اندېښنو له ډېرېدو سره هم مهاله، طالبانو د خبریالانو پر وړاندې زور زیاتیو ته د رسېدنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

د طالبانو یو ویاند وايي، دغه کمېټه په کابل کې د خبریالانو له ځورونې د مخنیوي لپاره جوړه شوې ده.

بلخوا بیا د انعکاس ټلویزیون رییس ادعا کوي چې د جمعې ورځې پر سهار یوه ډله کسان د ده کورته ورغلي، موټر او کمپيوټرونه یې ترې وړي دي. دی وايي چې وسله والو کسانو دی په مرګ هم  ګواښلی دی.

د خبریالانو او رسنیو د بنسټونو د فډراسیون غړی حجت الله مجددي په دې هکله وايي:«له لومړنیو شېبو دا موضوع تر څېړنې لاندې ده. په لومړي ګام کې دا موضوع تر یوه بریده حل شوه چې انجینیر صاحب وکړای شي په ارامښت سره په خپل کور کې ژوند ته دوام ورکړي د موټر او وسایلو مسوله یې هم د مسوولو کمېټو له خوا تر څېړنې لاندې ده.»

سره له دې چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دا به د چا کار وي، طالبان وایي چې په دې تړاو یې څېړنې پېل کړې دي. بل خوا طالبان ټینګار کوي چې د خبریالانو د ځورولو د مخنیوي لپاره یې یوه ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«د دې لپاره چې د خبریالانو ځورول نه وي، موږ یوه درې اړخیزه کمېټه اعلان کړه، یوه یې د افغانستان د اسلامي امارت فرهنګي کمېټه ده، یو غړی هم د بنسټونو او رسنیو فډراسیون دی او یو غړی هم د کابل امنیه قومنداني چې وکړای شي که چېرې په کوم ځای کې رسنیو، خبریالانو او رسنیزو بنسټونو ته کومه ستونزه رامنځته کېږي وکړای شو او پرې نه ږدو چې خدای مه کړه چا ته زیان ورسېږي.»

بل خوا یو شمېر خبریالان له دغې کمېټې غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیې په جدي توګه وڅېړي.
 
خبریال نعمت الله حبیبي څرګندوي:«په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت ډېر په کله خطرناک او ټکان ورکوونکی دی، په لسګونو خبریالانو افغانستان پرېښی دی او په لسګونه نه خبریالان له افغانستانه د وتلو په لټه کې دي.»

دغه کمېټه په داسې حال کې جوړېږي چې په وروستیو ورځو کې په کابل او ننګرهار کې یو شمېر خبریالان له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

بل خوا د بې پولو خبریالانو سازمان د امریکا له ولسمشره غواړي چې د افغان خبریالانو په تېره بیا د هغو خبریالانو د اېستلو لپاره چې په خطر کې دي، ژر ترژره یوه طرحه وړاندې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه