Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا د ولسمشر مرستیاله: له افغانستانه پر ایستونکو پام ساتو

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کماله هریس نن (دوشنبه د وږي په لومړۍ) ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونه باید، له افغانستان نه د امریکایانو او له خطر سره مخامخ افغانانو پر ایستلو پام ټول وساتي.

د اسوشټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، مېرمن هریس په سنګاپور کې یوې خبري غونډي ته دا خبره کړې. په دې خبري غړنډه کې له هغې پوښتنه شوې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل بابد په څه شکل وای؟

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کماله هریس په ځواب کې ویلي:"د پوښتنې هېڅ ځای نه‌شته. هغه څه چې شوي باید کره شننه یې وشي. اوس زموږ ټول پام پر دې دی، چې له افغانستان نه امریکایي وګړي، هغه افغانان چې موږ سره یې کار کړی او نور د ښځو او ماشومانو په ګډون له خطر سره مخامخ افغانان، له افغانستانه وباسو."

مېرمن هریس د سنګاپور له لومړي وزیر سره ګډ خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو او پر دوه اړخېزو مسایلو یې هم خبرې کړې دي.

سنګاپور ته د امریکا د ولسمشر د مرستیالې دا سفر، افغانستان کې وروستیو لویو بدلونونو سره سم دی، نو ځکه افغانستان کې د روان وضعیت پوښتنې ترې شوې دي.

له افغانستانه د امریکایي وګړو او ځینو افغانانو د ایستلو په هکله د امریکا د ولسمشر د مرستیالې دا خبرې داسې مهال دي، چې د رویټرز خبري اژانس د جرمن پوځ په حواله خپل ننني رپوټ کې لیکلي، چې د کابل پر هوایي ډګر د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د تېرې یوې اوونۍ راهیسې په زرګونه خلک د کابل هوایي ډګر شاوخوا راټول شوي، چې ځانونه په یوه شکل له افغانستان نه وباسي.

د امریکا د ولسمشر مرستیالې ویلي: اوس زموږ ټول پام پر دې دی، چې له افغانستان نه امریکایي وګړي، هغه افغانان چې موږ سره یې کار کړی او نور د ښځو او ماشومانو په ګډون له خطر سره مخامخ افغانان، له افغانستانه وباسو.

Thumbnail

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کماله هریس نن (دوشنبه د وږي په لومړۍ) ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونه باید، له افغانستان نه د امریکایانو او له خطر سره مخامخ افغانانو پر ایستلو پام ټول وساتي.

د اسوشټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، مېرمن هریس په سنګاپور کې یوې خبري غونډي ته دا خبره کړې. په دې خبري غړنډه کې له هغې پوښتنه شوې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل بابد په څه شکل وای؟

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کماله هریس په ځواب کې ویلي:"د پوښتنې هېڅ ځای نه‌شته. هغه څه چې شوي باید کره شننه یې وشي. اوس زموږ ټول پام پر دې دی، چې له افغانستان نه امریکایي وګړي، هغه افغانان چې موږ سره یې کار کړی او نور د ښځو او ماشومانو په ګډون له خطر سره مخامخ افغانان، له افغانستانه وباسو."

مېرمن هریس د سنګاپور له لومړي وزیر سره ګډ خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو او پر دوه اړخېزو مسایلو یې هم خبرې کړې دي.

سنګاپور ته د امریکا د ولسمشر د مرستیالې دا سفر، افغانستان کې وروستیو لویو بدلونونو سره سم دی، نو ځکه افغانستان کې د روان وضعیت پوښتنې ترې شوې دي.

له افغانستانه د امریکایي وګړو او ځینو افغانانو د ایستلو په هکله د امریکا د ولسمشر د مرستیالې دا خبرې داسې مهال دي، چې د رویټرز خبري اژانس د جرمن پوځ په حواله خپل ننني رپوټ کې لیکلي، چې د کابل پر هوایي ډګر د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د تېرې یوې اوونۍ راهیسې په زرګونه خلک د کابل هوایي ډګر شاوخوا راټول شوي، چې ځانونه په یوه شکل له افغانستان نه وباسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه