Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

احمد مسعود: غواړو له طالبانو سره خبرې وکړي خو جګړې ته هم چمتو یوو

وروسته له هغې چې، یو شمېر طالبان له څو خواو د پنجشېر په دروازو کې ځای پر ځای شول؛ د طالبانو ضد قومندان احمد مسعود ویلي چې، پنجشېر به طالبانو ته تسلیم نه کړي.

احمد مسعود له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې، یوازینۍ حل لار خبرې دي؛ خو په وینا یې د خبرو له بې پایلې کېدو سره جګړې ته هم چمتو دی.

د ولسي پاڅونوالو قومندان احمد مسعود وايي:«موږ په یوه جغرافیه کې جګړه نه کوو، موږ په یوه ولایت کې جنګېږو او له ټول هېواده دفاع کوو. او دا هغه څه دي چې پېښږي څو طالبان درک کړي چې یوازینۍ لار مبارزه او خبرې دي او موږ له هغوی سره د خبرو په حال کې یوو.»

له بل لوري طالبانو د پنجشېر له کلابندولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې، ځواکونه یې په تیارسی حالت کې دي.

په خواله رسنیو کې ویډیوګاڼې د دغې ښودنه کوي چې د طالبانو کاروان پنجشېر ته د تګ لپاره د چمتو کېدو په حال کې دی. پنجشېر هغه ځای دی چې لاهم د طالبانو ضد ځواکونو په ولکه کې دی.

طالبانو وایي چې د دوی ځواکونه له څو لورو د پنجشېر تر دروازو رسېدلي دي؛ خو که چېري مذاکرات پایله ورکړي پر دغه ولایت به برید ونه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«په پنجشېر کې ډېر ستر کار نه دی پاتې، موږ ډېر کم شمېر کسان لرو چې ښايي جګړه وغواړي، د پنجشېر خلکو په پرله پسې توګه موږ ته پيغام راکړی، علماوو یې، قومي مخورو یې موږ ته ویلي دي چې موږ د جګړې غوښتوونکي نه یوو، دا په خپله په دې معنا ده چې خلک نور جګړه نه کوي، هغه کسان چې فساد رامنځته کوي مخه یې ډېره اسانه نیول کېږي.»

د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې طالبان د دوی د ځواکونو له دوو کمېنونو سر مخ شوي دي او اوس مهال پر پنجشېر د برید هوډ لري.

د پخواني ولسشر مرستیال امرالله صالح په یوه ټویټ کې ویلي دي چې د مقاومت ځواکونو د سالنګ لار تړلې ده او طالبانو د پنجشېر خوا ډېر ځواکونه لېږلي دي.

بل خوا یو شمېر هېوادوال جګړه حل لار نه ګڼي او له دواړو لوریو غواړي چې مذاکراتو ته مخه کړي.

د پنجشیر اوسېدونکی لطف الله میرزاريي وايي:«د پنجشېر او د طالبانو له مشرانو دا غوښتنه لرو چې هوکړه وکړي، مذاکره وکړي او هغه ستونزې چې لري خپلې ستونزې په تفاهم او نظر سره حل کړي.»
                            
د کابل اوسېدونکی فیاض هم څرګندوي:«را دې شي او مذاکره دې وکړي.»

طالبان اوس مهال له پنجشیر پرته پر ټول افغانستان واکمني لري. بل خوا د بغلان په درېیو ولسوالیو کې هم د ولسي پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي. د طالبانو ویاند په یوه ټويټ کې لیکلي دي چې د بغلان د بنو، پل حصار او ده صلاح ولسوالۍ بېرته د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې دي.

ښاغلي مسعود هیله څرګنده کړې ده چې له طالبانو سره مذاکرات پایلې ته ورسېږي خو ورسره جوخت یې ویلي دي چې له طالبانو سره مبارزې ته چمتو دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه