Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بایډن وایي هڅه کوي د اګېسټ تر ۳۱ مې له افغانستانه وتل بشپړ کړي

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، سپینې ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون (سه‌شنبه د وږي په دویمه) د جي اوه هېوادونو سرمشریزه کې ویلي، چې امریکا هڅه کوي، د اګېسټ تر ۳۱ مې له افغانستانه وتل بشپړ کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه، د امریکا ولسمشر جوبایډن په زرګونه امریکایي سرتېري د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته راواستول..

شاوخوا ۶۰۰ امریکایي سرتېري د کابل په هوایي ډګر کې دي، چې امریکایي وګړي او له خطر سره مخامخ افغانان له افغانستانه وباسي.

امریکایي چارواکو ویلي، چې بایډن د اګېسټ پر ۳۱ مه نېټه افغانستان کې د پوځي حضور ختمولو ته ژمن دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي:"د جي اوه هېوادونو له مشرانو سره نننۍ غونډه کې ولسمشر وویل، کابل کې زموږ ماموریت، زموږ د موخو ترلاسه کولو سره بشپړېږي. هغه د دې پخلی وکړ، چې موږ ژمن یوو تر ۳۱ مې نېټې خپل کار ختم کړو."

جوبایډن د جي اوه هېوادونو غونډه کې ویلي، د اګېسټ تر ۳۱ مې د ماموریت بشپړول، د طالبانو همغږۍ او د ایستونکو خلکو بشپړولو پورې اړه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي دا هم ویلي:"پر دې سربیره، ولسمشر له پنټاګون او بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې د اړتیا په صورت کې د احتمالي وخت لپاره هم پروګرامونه ولري."

له دې ټولو سره امریکایي چارواکو رویټرز ته ویلي، امریکا په منظمه توګه طالبانو سره په اړیکه کې ده او مهالوېش به د طالبانو همکارۍ پورې تړلی وي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه، د امریکا ولسمشر جوبایډن په زرګونه امریکایي سرتېري د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته راواستول.

شریک یي کړئ