Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو له ترکیې د کابل هوایي ډګر کنټرول لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې

د ترکیې دوو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې طالبانو له ترکیې غوښتي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دې د کابل هوایي ډګر اداره کولو کې تخنیکي مرسته ورسره وکړي.

د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي ویلي:"طالبانو د کابل هوایي ډګر کې تخنیکي ملاتړ لپاره، له ترکیې د مرستې غوښتنه کړې ده." خو وړاندې طالبانو دا ټینګار هم کړی، چې د ترکیې پوځ دې د روانې اګېسټ میاشتې له افغانستانه وځي او دوی ورته هېڅ اړتیا نه لري.

یوه ترکي چارواکي ویلي، طالبان له شلو کلونو بیا واک ته رسېدلي او اوس چې یې له ترکیې په هوايي ډګر کې تخنیکي مرسته غوښتې، نو دا به انقرې ته سخت ماموریت وي.

اوسمهال د کابل په هوایي ډګر کې سلګونه ترکي سرتېري ‌شته، خو ترکي چارواکو ویلي لنډې موده کې وتلو ته چمتو دي.

یوه بل ترکي چارواکي ویلي، د اګېسټ تر ۳۱ مې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغانستان کې د دوی د شلو کلو پوځي ګډون د ختمېدو څرنګوالي په هکله وروستۍ پرېکړه وشي.

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هوایي ډګر پرانیستې ساتل، هم له نړۍ سره د افغانستان اړیکو او هم د سرچینو ساتلو لپاره مهمه چاره ده.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د امریکا دفاع وزارت پرون ویلي، چې که اړتیا وه، د اګېسټ تر ۳۱ مې به د خپلو ځواکونو ایستل روان وساتي.

طالبانو دا ټینګار هم کړی، چې د ترکیې پوځ دې د روانې اګېسټ میاشتې له افغانستانه وځي او دوی ورته هېڅ اړتیا نه لري.

شریک یي کړئ