د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان نن (جمعه د وږي په پینځمه) ویلي، چې ترکي چارواکو په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي.
اردوغان ویلي، دا خبرې د کابل هوایي ډګر یوه نظامي برخه کې، چېرته چې ترکي ځواکونه لنډې مودې لپاره مېشت دي، شوې دي.
اردوغان خبریالانو ته ویلي:"موږ له طالبانو سره لومړنۍ خبرې وکړې. که اړتیا وه، موږ په راتلونکې کې هم د دې موکه لرو چې دغسې خبرې وکړو."
د ترکیې د ولسمشر په وینا، انقره د طالبانو پر هغه غوښتنه غور کوي، چې ورته ویل شوي، ترکیه دې د حامد کرزي هوایي ډګر کې تخنیکي همکاري ورسره وکړي.
د ترکي او طالب چارواکو دا خبرې داسې مهال شوې دي، چې څه موده مخکې ترکیې وویل، د کابل هوایي ډګر د امنیت ټینګولو ته چمتو ده، خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي وو، چې ترکي ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.
د کابل هوایي ډګر نه د ترکي ځواکونو وتل وړمه ورځ پیل شوي.
اوس د ترکیې ولسمشر ویلي، طالبان غواړي چې د هوایي ډګر امنیت خپله ټینګ کړي او ترکیه دې تخنیکي او لوجستیکي برخه کې همکاري ورسره وکړي.