Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل هوایي ډګر پرونیو پېښو ته نړۍوال غبرګونونه هم راغلي

کابل کې د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر مخې ته شویو پرونیو چاودنو ته نړۍوال غبرګونونه ښودل شوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، چې د کابل هوایي ‌‌ډګر ته څېرمه د پرونیو دوو خونړیو چاودنو طراحان به پیدا او سزا به ورکړل شي.

په پرونیو چاودنو کې ۱۳ تنه امریکایي سرتېري هم وژل شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي:"هغو کسانو چې دغه برید کړی او همدارنګه هغه کسان چې امریکا ته تاوان رسول غواړي، موږ یې نه بخښوو او نه یې هېروو. موږ به یې پیدا او ونیسو. زه به د خپل هېواد ګټو او خلکو نه دفاع لپاره هر شان ګام واخلم. خپلو قوماندانانو ته مې امر کړی چې د داعش خراسان څانګې خلاف عملیاتي پلان برابر او د دې ډلې د مشرانو ځایونه په نښه کړي."

د امریکا ولسمشر ویلي، چې له دغه برید سره سره به، له افغانستانه د امریکایي او افغان وګړو ایستلو بهیر و نه دروي.

جوبایډن ویلي:"زموږ استخباراتو موندلي، چې د داعش ډلې خراسان څانګه چې د طالبانو دوښمنه ډله ده او د زندانانو ماتولو سره یې بندیان ازاد شوي، پر ډېپلوماټانو او امریکایي ځواکونو د بریدونو پلانونه لري. نو ځکه مې بیا بیا وویل، چې دا ماموریت خطرناک دی او موده مو یې محدوده کړه."

په ورته وخت کې د برېټانیا لومړي وزیر ویلي، چې دغسې چاودنې د افغان وګړو انتقال نه‌شي بندولی.

د ناټو سرمُنشي هم پر ټویټر لیکلي، چې دا پېښه په کلکه غندي.

جرمني هم پرونۍ چاودنې غندلې دي.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مرکل ویلي:"موږ د دغو چاودنو ډېرو جزییاتو په هکله لا نه پوهېږو. ترهګرو هغه خلک په نښه کړل چې د هوایي ډګر دروازو کې په تمه ول. دا یوه ناوړه پېښه ده. زه قربانیانو او د قربانیانو خپلوانو ته فکر وړې یم."

په دې پېښه کې اکثره ملکي کسان قرباني شوي، چې ملګرو ملتونو غندلې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي:"زه د ملګرو ملتونو سرمُنشي سره د افغانستان وضعیت او په ځانګړې توګه د کابل د هوایي ډګر امنیتي وضعیت څارم. هغه چاودنې چې چې ملکي کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې غندو. دا پېښه د افغانستان بې‌ثباتي ښيي."

څو ورځې وړاندې امریکا د حامد کرزي هوایي ډګر ته شپږ زره امریکایي سرتېري راوستل چې د ایستلو لړۍ خوندي ترسره شي.

اوس تمه ده چې دغه شمېر ټول امریکایي سرتېري او ځینې له خطر سره مخامخ افغانان په راتلونکو څلورو ورځو کې له افغانستانه وایستل شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، چې د کابل هوایي ته څېرمه د پرونیو دوو خونړیو چاودنو طراحان به پیدا او سزا به ورکړل شي.

شریک یي کړئ