Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خلکو د پراخې کډوالۍ په هکله د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکوي چې، د افغانستان د ناروښانه برخلیک له امله ښايي چې تر راتلوونکو څلورو میاشتو څه باندې ۵۰۰ زره افغانان له دغه هېواده ووځي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې، خپلې پولې د افغان پناه غوښتونکو پر مخ پرانېزي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ مرستیالې کلي کلمنټس وویل:«دم ګړۍ موږ د یو ستر شمېر افغانانو د وتلو شاهد یوو؛ خو په افغانستان کې مبهم وضعیت له هغه څه چې تمه کېده ډېر ژر بدلون وکړ او موږ د ډېرو افغانانو د تېښتې شاهد وو.»

له دې سره سم، د خوړو نړۍوال پروګرام له ملګرو ملتونو غوښتي چې، له افغان ولس سره د خوړو د برابرولو او رسولو په موخه ۱۲ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

هېوادوال هم وايي چې د سیاسي وضعیت نه روښانتیا د دې لامل شوی دی چې هغوی هم د هېواد د پرېښودو په فکر کې وي.

د حبیب الله کورنۍ یوه له هغو زرګونه کورنیو ده چې د هېواد ناڅرګند وضعیت مجبوره کړې ده چې خپل هرڅه وپلوري او له هرې ممکنې لارې له افغانستانه ووځي.

حبیب الله وایي،چې له یوې خوا وزګارتیا او له بلې خوا ناڅرګند سیاسي برخلیک دې ته اړ کړی دی چې له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره د هېواد د پرښودو په فکر کې شي.
 
هغه زیاته کړه:«ما څلور کاله له بهرنیانو سره کار وکړ او اوس بې کاره یم. داسې اوازې دي چې طالبان هغه کورونه تلاشي کوي او هغه کسان چې له بهرنیو سره یې کار کړی وي له منځه وړي او زه اړ شوم چې خپل هېواد پرېږدم.»
 
عزت الله هم وايي:«همدې وزګارتیا او امنیتي ګواښونو موږ اړ کړو چې هېواد پرېږدو ترڅو خپل ځان خوندي کړو.»

د طالبانو له لوري د پخواني حکومت له سقوط نه دوه اوونۍ وروسته لاهم د نوي حکومت د جوړېدو لپاره کوم چوکاټ نه دی جوړ شوی او دغه وضعیت زرګونه تنه اړ کړي دي چې هېواد پرېږدي.

راحله وایي سره له دې چې په خورا ستونزو سره یې زده کړې کړې دي، خو نن له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده:«موږ په افغانستان کې له ډېرو ستونزو سره زده کړې وکړې. اوس هېڅ نه پوهېږو چې له موږ سره به څه وشي. زه د خپل هېواد د نجونو د راتلوونکي په هکله ډېره اندېښمنه یم.»

بل خوا خوړو نړۍوال پروګرام له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان خلکو ته د خوراکي توکو د رسولو لپاره له دغه پروګرام سره دولس مېلیونه ډالره مرسته وکړي.

د واک تشې، بې کارۍ، امنیتي ګواښونو دوام او د سیاسي وضعیت نه روښانتیا په زرګونه کورنۍ یې اړې کړې دي چې د هېواد د پرېښودو په فکر کې شي.

شریک یي کړئ