Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان ادعا کوي چې ځواکونه یې پنجشېر ته ننوتلي دي

طالبان نن (شنبې د وږي په ۶مه) وايي، د دوی ځواکونه له څو خواوو پنجشېر ته دننه شوي دي.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون یو غړی زیاتوي، لا هم د خبرو اترو دروازه پرانیستې ده او په وینا یې نن هم د احمد مسعود له خوا یو پلاوی کابل ته راغلی او له طالب استازو سره یې کتلي دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی وايي:«تراوسه نښته نه ده شوې، البته د اسلامي امارت مجاهدین له څو خواوو پرمختګ لرلی دی، هغه هم له دې پرته چې د هغوی له مقاومت سره مخ شوي وي. د اسلامي امارت ځواکونه له بېلابېلو لارو د پنجشېر خاورې ته ننوتلي دي.»

ښاغلی سمنګانی زیاتوي چې د مذاکرې لار لا هم پرانستې ده او نن هم د احمد مسعود له لوري د دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته رالېږل شوی و او د طالبانو له پلاوي سره یې کتلي دي.

خو د طالبانو د مخالفې جبهې د مرکچي پلاوي مشر محمد الماس زاهد پنجشیر ته د طالبانو ننوتل ردوي.

نوموړی زیاتوي:«په پنجشېر کې هېڅ جګړه نشته او څوک نه دي راننوتلي.»

بل خوا ښاغلی زاهد د دواړو لورو ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو د ترسره کېدو خبره کوي  او خبرداری ورکوي چې  د دغو مذاکراتو ناکامېدل به د دواړو لورو لپاره لوړه بیه ولري:«د مذاکرې ماته د دواړو لپاره ستره ماتې پرېوځي چې جګړه د بهرنیانو د لاسوهنې زمینه برابروي او هغه وخت به جګړه دوام پيدا کړي.»
 
اخوا د طالبانو له لوري د جبل السراج په ګلبهار کې د خلکو د تګ راتګ پر مخ د پنجشیر د لارې د تړل کېدو په تړاو رپوټونه ورکړل شوي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
  
له بل لوري دوو امریکايي سناتورانو ویلي چې، پنجشېر باید د یوې امنې سیمې په توګه وپېژندل شي او همداراز امریکا د طالبانو د مخالفې جبهې ځینې مشران په رسمیت وپېژني.

طالبان وایي چې د دوی ځواکونه نن له کومې نښتې پرته له څو لورو پنجشیر ته ننوتي دي.

شریک یي کړئ