Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو د ټولګیو جلا کېدل

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي، د وزارت د نوې طرحې له مخې به د ښځینه او نارینه محصلینو ټولګي جلا وي.

عبدالباقي حقاني نن به یوه غونډه کې ویلي، نجونې هم په راتلونکي نظام کې د زده کړو حق لري خو له دې وروسته نه شي کولی چې له نارینه و سره یو ځای په ټولګي کې درس ته کیني.

بلخوا د اشرف غني د حکومت د لوړو زده کړو وزیر وايي، طالبانو ډاډ ورکړی دی چې د لوړو زده کړو وزارت کې به د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو ساتنه کوي او دوام به ورکړي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له کارکوونکو او استادانو سره د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو غونډه کې وویل چې په راتلونکي نظام کې نجونې د زده کړو حق لري، خو تر دې وروسته له هلکانو سره په یوه ټولګي کې په ګډه درس نه شي ویلای.

دی زیاتوي چې د ښځینه زده کوونکو لپاره به خوندي  فضا برابره شي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقی حقاني وویل:«د افغانستان مجاهد او علم پروره ملت ته د شرعي احکامو په رڼا کې مسوول زده کړیزو چاپېریال چمتو کول، چې په هغه کې به نارینه او ښځینه له ګډوالي نه پرته خپلې لوړې زده کړې ترسره کړي.»
 
ښاغلی حقاني وایي چې داسې  معیاري اسلامي  تحصیلي نصب جوړوي چې له نړۍ سره سیالي وکړای شي:«د دنیا له مثبتو تجاربو څخه څنګه استفاده وکړو، دغه غیرب او وران افغانستان دا د دنیا څنګه سیال کړو؟»

بل خوا د خصوصي پوهنتونونو ټولنه وایي چې پر خصوصي پوهنتونو ډیری قوانین تپل شوي دي او ټینګار یې دا دی چې په راتلونکي نظام کې باید د خصوصي پوهنتونونو پر ستونزو غور وشي.
              
د خصوصي پوهنتونونو د ټولنې غړی طارق کمال هم وايي:«ستر ستونزه هغه اوسني قوانین دي، د لوړو زده کړو له وزارت څخه مو غوښتنه دا ده چې پر دې ژر تر ژر بیا کتنه وشي او په بیا کتنه کې داسې نه وي چې بیا قوانین له پاسه جوړ شي او موږ ته راکول شي. په هېڅ صورت به دا د تطبق وړ نه وي.»

بل خوا په دې غونډه کې د اشرف غني د حکومت د لوړو زده کړو وزیر وایي چې د لوړو زده کړو وزارت نوې مشرتابه ډاډ ورکړی دی چې په دغه بنسټ کې به د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي.
         
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وایي چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه به ډیر ژر پرانېستل شي او ډاډ ورکوي چې د دغه وزارت د استادانو او کارکوونکو معاشونه ورکول کیږي.

شریک یي کړئ