Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې نن سهار بیا راکټونه لګېدلي

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو دوام سره، نن (دوشنبه د وږي په اتمه) سهار مهال کابل کې راکټونه لګېدلي.

عیني شاهدان وایي، چې راکټونه د سلیم کاروان په سیمه کې لګېدلي، چې ورپسې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو نه ده معلومه چې راکټونه چا ورولي او ډزې چا کړي؟

یوه عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط اسوشیټډ پریس ته ویلي، چې د درېیو چاودنو غږ یې اورېدلی، چې کېدای شي، د راکټونو د لګېدلو به وو.

عیني شاهدانو ویلي، د راکټونو تر لګېدو وروسته خلک له سیمې وتښتېدل.

لا تراوسه د دې راکټونو لګېدو له کبله د احتمالي مرګ‌ژوبلې څه نه دي ویل شوي.

امریکایي چارواکو په دې هکله اوس لپاره له څه ویلو ډډه کړې.

له دې ټولو سره کابل کې د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر نه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

بل خوا امریکایي چارواکو دا ویلي، چې پرون یې په کابل کې پر هغه موټر، د بې‌‌پیلوټه الوتکې هوایي برید کړی چې د داعش ډلې اړوند وو او غوښتل یې د هوایي ډګر مخې ته یې وچوي.

یوه افغان چارواکي بیا ویلي، چې په پروني برید کې درې تنه ماشومان وژل شوي.

امریکا تر سبا له افغانستانه خپله ټول ځواکونه باسي.

د تېرې اوونۍ پر پنج‌شنبه د کابل د هوايي ډګر مخې ته دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ تنه امریکایان ووژل شول او ۱۵۰ نه زیات ژوبل شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه