Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا بې پیلوټه الوتکې د برید د قربانیانو شمېر ۱۰تنو ته ورسېد

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنو ته ورسېد.

د دغو وژل شویو کسانو خپلوان وایي بریدونو کې د پنځه ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي چې پخواني پوځیان او د یو شمېر بهرنیو ادارو کارکوونکي وو.

اجمل د خپلو خپلوانو پر وژل کېدو سخت خواشینی دی. په دې پېښه کې د ده دوه وروڼه او اته ورېرونه او خوریونه وژل شوي دي، نوموړی له اوښکو په ډکو سترګو وایي چې نور د ژوند کولو توان نه لري:«زه دې هم ورسره یو ځای شهید شوی وای، ورور مې ډېر ښه سړی و، زموږ د پلار په څېر و.»
            
د یوه وژل شوي کس پلار ایمل هم وویل:«دا بوږنونکې پېښه یې رامنځته کړه چې حتا دلته ماشومان پراته وو، غوښې یې معلومې نه وې. مړي پراته وو او ګاونډیان راغلل، د موټر اور یې مړ کړ.»

د یکشنبې ورځې په ماښام د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په اړوند سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له لوري یو موټر په نښه شو. په دې پېښه کې دوه موټر ویجاړ شوي او څو کورونه زیانمن شوي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي دي چې د دغه هېواد پوځيانو په دغه برید کې له چاودېدونکو توکو هغه ډک موټر چې په پام کې وه، د کابل پر هوایي ډګر ځانمرګي برید کې ترې کار واخیستل شي، په نښه کړی دی. د امریکا د مرکزي قومندانۍ ویاند زیاته کړې ده چې په دغه هوایي برید کې یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپلې څېړنې پېل کړې دي. یو طالب چارواکی طلوع نیوز ته وایي چې د دې پېښې ټول قربانیان ولسي وګړي دي.
           
د وژل شوي کس له خپلوانو غریب الله وايي:«کله چې پلار یې کور ته دننه کېږي، ماشومان موټر ته راننوځي او دغه پېښه رامنځته کېږي.»
            
د وژل شوي کس یو بل خپلوان نجیب الله هم څرګندوي:«دا پېښه بشري جنایت دی. که چېرې بشري حقوق دي، پوښتنه شته، زموږ د حق پوښتنه دې وکړي. موږ نه په طالب کې یوو او نه هم په داعش کې او نه هم په دولت کې وو.» 

بل خوا نن سهار  پر کابل ښار څو توغندي راتوغول شوي دي.

عیني شاهدان وایي، چې راکټونه د سلیم کاروان په سیمه کې لګېدلي، چې ورپسې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو نه ده معلومه چې راکټونه چا ورولي او ډزې چا کړي؟
          
د پېښې شاهد جان آغا وايي:«ومو لیدل چې له موټره لمبې پورته شوې. یو په بل پسې چاودنې وشوې. دا څه ژوند دی، څه حال دی؟ هره ورځ جګړه او جګړه. فکر مو وکړ چې طالب راشي ارامي به شي، خو هېڅ نه ارامي کېږي.»

رویټرز خبري آژانس ویلي دي چې د حامد کرزي د هوایي ډګر دفاعي سسټم هغه پنځه توغندي شنډ کړي دي چې نن سهار پر دغه هوایي ډګر توغول شوي وو.

شریک یي کړئ