Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د امنې سیمې رامنځته کولو لپاره د فرانسې او برېټانیې طرحه

ټاکل شوې ده چې فرانسه او برېټانیا کابل کې د امن سیمې د رامنځته کولو لپاره خپله طرحه د ملګرو ملتونو سازمان بیړنۍ غونډې ته وړاندې کړي.

په پام کې ده تر راتلونکو څو ساعتونو، روسیه، امریکا، بریتانیا، فرانسه او چین د افغانستان د وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو بېړنۍ غونډه راوبولي.

د فرانسې ولسمشر وایي چې پاریس او لندن په دې غونډه کې په کابل کې د امنې سیمې د رامنځته کېدو طرحه وړاندې کوي، چې موخه یې د بشردوستانه فعالیتونو دوام او د طالبانو پر کړنو څارنه ده.
      
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون وویل:«زموږ د وړاندې کېدونکي پرېکړه لیک موخه په کابل کې د ملګرو ملتونو ترڅار لاندې د یوې امنې سیمې تعریف دی. غواړو چې له دې لارې بشردوستانه عملیاتو ته دوام ورکړو او پر طالبانو نړۍوال فشارونه وساتو.»

خو طالبان دغه وړاندیز نا اړین بولي.
      
د سولې د ولسي مجمع مشر سید اکبر آغا په دې هکله وايي:«د امنیت په وخت کې چې دوی د امن سیمه جوړوي دا خو د دې معنا لري چې دلته امنیت نشته، د طالبانو حکومت ته ناکامي ور په برخه کوي، دا زما په فکر باندې د افغانستان لپاره سره کرښه ده دا خبره دې دوی نه کوي، دوی دې ماقبل ته دې وګوري چې دلته درې سوه، څلور سوه کسه له منځه تلل او ننه په ټول افغانستان کې یو نفر هم له منځه نه ځي.»

له دې ټولو سره سره ، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې په کابل کې د امنې سیمې رامنځته کېدل د افغانستان د ټولو خلکو امنیت نه شي ساتلی.

د سیاسي چارو شنونکی محمد خان اندړ وویل:«دا موضوع چې یعنې په کابل کې دې امنه سیمه جوړه شي، ګټه نه لري. بلکې ښايي چې هلته زموږ د افغانانو ګڼه ګوڼه هم زیاته شي او یوه بې نظمي رامنځته شي چې پایله به یې د کابل د هوايي ډګر د بې نظمۍ په څېر وي. او د افغانستان په بدنامۍ به پای شي.»

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې تر راروانو دېرشو ساعتونو په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته رسوي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وزیر هم څرګندوي:«له طالبانو سره په هېڅ مورد کې ژمنه نه ده شوې، نه یوازې موږ بلکې نورو هېوادونو هم په ځغرده ویلي دي چې له طالبانو ځينې غوښتنې لري. که طالبان له نړۍ سره هر ډول اړیکي وغواړي، لومړی باید خلکو ته د سفر اجازه ورکړي او وروسته ته ډاډ ورکړي چې د خلکو بنسټيز حقونه په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونه ساتي.»

دغه اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې برېټانیا خپل ډیپلوماټيک فعالیتونه درولي دي او امریکا متحده ایالتونو هم اعلان کړی دی چې له افغانستانه به د خپلو پوځيانو په ویستلو سره په دغه هېواد کې خپل ډيپلوماټیک فعالیتونه ودروي.

ورته مهال کابو سل هېوادونه په یوې اعلامیه کې وايی چې هغوی له طالبانو ژمنه اخیستې ده چې بهرني وګړو او افغانانو ته اچازه ورکړي چې له افغانستانه بهر ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ