Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: طالبانو پنجشېر کې د مخابراتي شبکو خدمتونه بند کړي دي

ځايي سرچینې وایي چې طالبانو پنجشېر ولایت کې د مخابراتي شبکو خدمتونه بند کړي دي.

د پنجشیر ولایت اوسیدونکي وایي چې د مخابراتي شبکو د خدماتو بندېدو له ستونزو سره مخ شوي دي.

د پنجشېر اوسېدونکی ګل حیدر وايي:«له دوو ورځو راهیسې یې پر خلکو د مخابراتي شبکو خدمتونه بند کړي دي او د پنجشېر خلک له ستونزو سره مخ شوي دي او نه شي کولای چې په نورو ځایونو کې له خپلو خپلوانو سره اړیکه ونیسي.»

د کابل اوسېدونکی مصطفی وايي چې نه شي کولای په پنجشېر کې له خپلې کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړي:«زموږ ټول خپلو خپلوان او کورنۍ په پنجشېر کې دي، له بده مرغه له یوې خوا نښلوونکې لار بنده ده او له بلخوا مخابراتي شبکې کار نه کوي.»

پنجشیر یوازینۍ هغه ولایت دی چې د طالبانو ضد ځواکونو په لاس کې دی. پنجشیر د کابل د شمال ختېځ په ۱۲۰ کیلومټرۍ کې موقعیت لري او د طالبانو په ولکه کې نه دی.

پنجشیر له پېچومو ډکې لارې لري، د دغه ولایت اوسېدونکی د هېواد نورو سیمو ته د دغه ولایت د غځول شویو لارو پر تړل کېدو اندېښمن دي. او د دغو لارو له تړل کېدو سره د خوراکي توکو بیې هم په بې مخینې توګه لوړې شوې دي.

د پنجشېر اوسېدونکی جمعه الدین وايي:«ادعا کوي چې د پنجشېر اتیا سلنه ستونزه حل شوې ده او خلک له موږ سره جګړه نه کوي. تاسو د خلکو لار تړلې ده. زموږ هیله دا ده چې په خپلې دغې کړنې بیا کتنه کړئ او د خلکو ځورونه بس کړئ.»

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په پنجشیر کې د طالبانو ضد مقاومت مشري پرغاړه لري. نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې که طالبان مذاکراتو ته چمتو وي او ټولګډونه حکومت جوړ کړي، له هغوی سره به سوله وکړي، کنې د پنجشیر د مقاومت ځواکونه له طالبانو سره جګړې ته چمتو دي.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې د پنجشیر پر لور یې کارونونه روان دي څو دغه ولایت ونیسي. خو د طالبانو او د پنجشیر د مخورو ترمنځ خبرې د دې لامل شوي دي چې دواړه لوري پر یو بل برید ونه کړي.

شریک یي کړئ