Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سفارتونو تړل کېدل او د بیا پرانیستو لپاره یې د طالبانو غوښتنه

په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو ۴۶ سفارتونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ دي چې د تېر حکومت د سقوط له امله یې ډېری دغو سفارتونو خپلې دروازې تړلي دي.

د حالاتو څارونکي وايي، چې ډېری سفارتونه د امنیتي اندېښنو او په افغانستان کې د پوځي شتون له کبله خپل سفارتونه تړلي او ډيپلوماتان یې اوس مهال له افغانستان څخه له خپلو پوځيانو سره ویستلي دي. 

د چارو شنوونکي او عام وګړي له نوي جوړېدونکي حکومت څخه غواړي چې له نړۍ سره دې ډيپلوماتیکې اړیکې ورغوي او کابل کې دې هغه سفارتونه چې تړل شوي بېرته د پرانېستلو کې دې اسانتیاوې برابرې کړي.

بلخوا طالبان پر نړۍوالو غږ کوي چې دوی دې په رسمیت وپېژني او افغانستان کې د ډيپلوماتیکو استازولیو په پرانیستل کېدو دې په بېلابېلو برخو کې له دغه هېواد سره مرستې وکړي.

افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو ټول ټال ۴۶ سفارتونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ دي او په بهرنیو هېوادونو کې بیا افغانستان ۷۱ سفارتونه او جنرال قونسلګرۍ لري.

اوس مهال په کابل کې ډېری سفارتونو خپلې چارې په ټپه ودرولي او د ډيپلوماتانو په ګډون یې ټول بهرني کارکوونکي له افغانستان څخه وتي ؛خو د ګوتو په شمېر هېوادونو سفارتونه او ډيپلوماتان بیا شتون لري.

د سیاسي چارو کارپوه محمد صدیق پتمن وايي:«تر اوسه د نړۍ ۴۰ هېوادونه د افغانستان سره په نظامي تقابل یا نظامي همکارۍ کې و، دا بدلون به یو وخت وغواړي چې دا حالت په سیاسي همکارۍ بدل شي. د وخت څخه مې هدف څو ورځې یا ممکن څو هفتې دي. دا نظامي همکارۍ چې په سیاسي همکارۍ بدلېږي طالبان دې ته ژمن دي او امنیت تامین دی چې طالبان نړۍ ته ډاډ ورکوي.»

خلک په دې باور دي چې له هېواد سره د بهرنیو هېوادونو همکارۍ خورا اړینې دي له راتلونکي حکومت یې غوښتنه دا ده چې باید له نړېوالو سره ډیپلوماتیکو اړیکو ته دوام ورکړي او کابل کې یې سفارتونو او ډيپلوماتیکو استازولیو پرانیستل کېدو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د کابل اوسېدونکی سید نور اغا هاشمي وویل:«نړۍ سره روابط مهم دي، همدا ډیپلوماتیکې اړیکې او سفارتونه دي چې موږ یې له دنیا سره وصل کړي یو. افغانستان په اوسني حالت کې د نړۍ همکارۍ ته نهایت ډېره اړتیا لري.»

د کابل اوسېدونکی احمدالله هم زیاتوي:«ډيپلوماتیک روابط د نظام یو مهم اصل دی، راتلونکی حکومت او طالبان باید دې اصل ته ژمن پاتې شي. نړېوال باید په خپلو ډيپلوماتیکو اړیکو سره دې ته قانع کړو چې زمونږ هېواد کې د بیا رغونې کارونه وکړي او په بېلابېلو برخو کې همکاران شي.»

په ورته مهال طالبان یاده کوي چې له امریکا سره به ډيپلوماتیکې اړیکې ولري او ورسره اړیکه کې دي څو بېرته کابل کې خپل سفارت پرانېزي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«امریکا به یوازې افغانستان کې ډيپلوماتیک حضور ولري، هغوی سره مونږ د اړیکو کانالونه لرو او توقع مو دا ده چې خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانېزي چې د سوداګرۍ په برخه کې به هم ورسره همکارۍ ولرو.»

طالبان همدا راز له نړۍوالو څخه غواړي چې دوی دې په رسمیت وپېژني او ورسره دې په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون غړی احمد الله وثیق وویل:«د نړۍ هېوادونو، ګاونډیو هېوادونو او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې افغانستان مستقل هېواد دی او خاوره به یې د هېڅ چا په ضد نه استعمالېږي. نړۍ دې افغانستان په رسمیت وپېژني او را دې شي مونږ سره دې د ابادۍ او پانګونې په برخو کې همکارۍ وکړي.»

دا په کابل کې د ایران سفارت دی چې ویل کېږي ډیپلوماتان یې شته او فعالیتونه یې دوام لري. همدا راز په ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږی چې د پاکستان سفیر او ډیپلوماتانو یې هم په کابل کې خپلې چارې مخ ته وړي او دغه سفارت په دې ورځو کې یوازې بهرنیو کسانو ته ویزې ورکوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه