په افغانستان کې د امریکا د شلو کلونو پوځي حضور تر ختم وروسته، خپله لومړنۍ وینا کې د امریکا ولسمشر جوبایډن بېګاه (سهشنبه د وږي په نهمه) وویل، چې افغانستان کې د جګړې د اوږدېدو او د ځواکونو د ایستنې د نېټې غځېدو نیت یې نه درلود.
د اسوشیټډپریس د رپوټ پر بنسټ، د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې ملت ته وینا کې وویل، چې په تېرو نژدې دوو اوونیو کې له افغانستان نه ۱۲۰ زره امریکایي، افغان او د امریکا د ملګرو هېوادونو وګړي ایستل شوي دي، خو په وینا یې لا هم له ۱۰۰ زیات امریکايي او زرګونه نور وګړي په افغانستان کې پاتې دي.
بایډن د ایستنې دغه لړۍ بریالۍ یاده کړه او ویې ویل، چې د اګېسټ پر ۳۱ مه له افغانستانه د خپل ځواکونو د ایستلو د پرېکړې او د دې چارې د ترسره کېدو کلکه دفاع کوي.
جوبایډن وویل:"زه داسې نیت نه لرم او نه مې درلود چې افغانستان کې جګړه اوږده کړم او دا نیت مې هم نه درلود چې د ځواکونو د ایستلو نېټه وغځوم."
په بېګانۍ وینا کې له بایډن د ځواکونو د ایستلو د څرنګوالي په هکله سختې پوښتنې وشوې: د ایستنې داسې لړۍ چې تاوتریخوالي سره مله وه، داسې چې ځانمرګی برید پهکې وشو، ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ تنه امریکایان پهکې ووژل شول.
پر بایډن ډېرې نیوکې د جمهوريپال ګوند پلویانو کړي، خو بایډن وویل، چې له دې انکار نهشي کېدی، چې په لومړي ځل له افغانسنانه د ځواکونو د ایستلو نېټه، مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان کړې وه، چې د مۍ میاشتې لومړۍ نېټه وه، خو وخت او څرنګوالی ته یې پام نه و کړی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي:"هغه کسان چې غواړي افغانستان کې د درېیمې لسیزې لپاره جګړې ته دوام ورکړو، زه ترې یوه پوښتنه کوم: اساسي ملي ګټي څه ده؟ زه په دې باور یم، چې افغانستان کې د زرګونه سرتېرو ساتلو او د میلیاردونو ډالرو لګولو سره، د امریکا امنیت نه ښه کېږي."
د بایډن تر وینا وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې جِن ساکي وویل، چې د امریکا ولسمشر په اسانۍ لویه ارزونه کړې.
د افغانستان د کابل هوایي ډګر مخې ته د تېرې پنجشنبې ورځې ځانمرګي برید نه وړاندې، د ۲۰۲۰ کاله د فبرورۍ د ۲۹ مې راهیسې یو امریکایی سرتېری هم افغانستان کې نه و وژل شوی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن دا هم ویلي، چې د ټرمپ د هوکړې ماتېدل کېدای شي بیا د جګړې سبب شي.
جوبایډن دا هم ویلي، چې امریکا به له طالبانو سره نوې اړیکه ولري.