Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'راتلونکي نظام په اړه بحثونه وروستي شوي،ډېر ژر به حکومت اعلان شي'

طالبان وايي، د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه بحثونه وروستي شوي او د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده به د راتلونکي نظام مشر وي. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي طلوع ته دا هم ویلي چې د کابینې د تشکیل په اړه هم جدي بحثونه روان دي. 

د راتلونکي نظام څرنګوالی او د حکومت اعلان د افغانانو لپاره اوس مهال تر ټولو مهم بحث ګڼل کېږي.

طالبان وايي، د راتلونکي نظام د جوړښت پر سر بحثونه وروستي شوي او حتا د کابینې د تشکیل په اړه هم لازمې مشورې شوي چې په نږدې راتلونکي کې به په رسمي توګه حکومت اعلان کړي.

طالبان زیاتوي چې د راتلونکي نظام مشري به د دوی مشر هیبت الله اخندزاده کوي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعام الله سمنګاني وايي:«د راتلونکي نظام څرنګوالي په اړه مشورې کابو وروستۍ شوې دي او لازمې مشورې د کابینې د تشکیل په اړه هم ترسره شوې دي. موږ چې کوم اسلامي نظام اعلانوو دا به خلکو ته یو نمونه او ابتکار وي. د امیرالمومنین د شتون په اړه هېڅ تردد نشته او هغه به د نظام په راس کې وي او په دې اړوند باید هېڅ سوال نه وي.»
                  
د چارو شنوونکی محمد حسن حقیار هم وویل:«د نظام نوم به نه جمهوریت وي، نه امارت او شاید د اسلامي دولت په نوم یو څه وي. د نظام په راس کې به شیخ هیبت الله وي، د جمهور رییس نوم به ورپورې نه وي، د افغانستان د زعیم نوم او یا دې ته ورته نوم به ورپورې وي. ښکته به د لومړي وزیر یا د دولت د مشر په نوم یا د ولسمشر په نوم وي چې دا به د زعامت تر قیات لاندې کار کوي او د حکومت چارې به همدغه کس مخ ته وړي ؛خو د دولت ټولې برخې به د طالبانو عمومي مشر شیخ هیبت الله تر زعامت لاندې به کار کوي.»

طالبانو تر دې وړاندې د ځینو ولایتونو لپاره والیان او امنیه قومندانان معرفي کړي دي.

د طالبانو غړی عبدالحنان حقاني څرګنده کړه:«اسلامي امارت تاسې وګورئ هر ولایت فعال دی، هر ولایت کې والي مقرر دی او کار یې پیل کړی دی. هره ولسوالۍ کې ولسوال ناست دی او هر ولایت کې امنیه قومندان ناست دی چې خلکو ته یې کارونه پیل کړي دي. ان شاالله ډېر ژر به حکومت اعلان شي او مشران د مشورو په حال کې دي.»

ورته مهال عام افغانان له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې راتلونکی حکومت اعلان کړي، چې د واک تشه ډکه شي.

د کابل اوسېدونکی شاه اغا وايي:«خلک په یو ګونګ حالت کې دي، حکومت تر اوسه معلوم نه دی او رییس جمهور نه لرو. طالبان باید څومره چې ژر کېږي حکومت اعلان کړي. وزیران معرفي کړي او ادارې فعالې کړي چې خلک کارونو ته ستانه شي.»

د کابل اوسېدونکی خان زمان هم وویل:«ټول افغانستان کې او بیا په ځانګړې توګه کال کې خلک تشویش کې دي، که حکومت اعلان شي ؛نو د خلکو دا اندیښنې ختمیدلی شي.»

په دې منځ کې د راتلونکي نظام نوم، ملي بېرغ او ملي سرود هغه څه دې چې تر اوسه یې په رابطه ښکاره بحثونه نه دي  شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه