Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو او احمد مسعود د پلویانو ترمنځ جګړه دوهمې ورځې ته وغځېده

د طالبانو او د احمد مسعود د پلویانو ترمنځ جګړه خپلې دویمې ورځې ته وځېده، طالبان وایي چې په دغو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته مهال د طالبان د دعوت او ارشاد کمسیون رییس امیرخان متقي ویلي چې د احمد مسعود له پلویانو سره خبرې له خنډ سره مخ شوې او کومه پایله یې نه ده لرلې.

له بل لوري د احمد مسعود پلویان وايي، پر پنجشېر د طالبانو بریدونه یې دفعه کړي او طالبانو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

خو طالبان بیا پر پنجشېر د برید مساله ردوي او وايي چې، د دوی ځواکونو د احمد مسعود پلویانو ته وسله وال ځواب ورکړی دی.

د طالبانو د فرهنګي کمېټې غړی انعام الله سمنګانی وايي:«د اسلامي امارت مجاهدین د هغو کړیو له خوا چې په پنجشېر کې د مقاومت غورې کوي، له برید سره مخامخ شول. هغه برید د مجاهدینو له غبرګون سره مخ شو او په پایله کې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.»

د طالبانو او د احمد مسعود د پلویانو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښه د ګلبهار د نساجي بازار سیمه ده.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دواړو لورو تر منځ جګړه تېره شپه پیل شوې او د سیمې خلک د خپلو کورونو د پرېښودو په حال کې دي.

د کاپیسا د لومړۍ حصې اوسېدونکی بابه شرین څرګندوي:«جګړه تېره شپه لس بجې پیل شوه او تراوسه روانه ده.»

خو طالبان بیا د جبل السراج د ځینو اوسېدونکو دغه ادعا ردوي. له دې سره سم، د طالبان د ارشاد او دعوت چارو مشر امیر خان متقي په یوه غږیز پیغام کې د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو له ماتېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې، دغو خبرو کومه پایله نه ده ورکړې.

بلخوا د احمد مسعود پلویان واييي چې پر پنجشېر برید یې په شاتمبولی دی او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي وايي:«په تېرو دوو شپو او یوه ورځ کې دښمن د بغلان له اندراب له درې خواوو ځينې بریدونه پلان کړل. په هېڅ یوه دغو لارو کې یې پرمختګ نه درلود. څه باندې ۴۰ طالبان وژل شوی او څه باندې ۳۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.»

لا تر اوسه روښانه نه ده چې، د دواړو خواو تر منځ خبرې اترې د کوم لامل له مخې له ماتې سره مخ شوي دي.

د ویلو ده چې دمګړۍ له پنجشېر پرته د افغانستان ټول ولایتونه د طالبانو تر ادارې لاندې دي.

طالبان دا مني چې، د دوی او احمد مسعود د پلویانو تر منځ د جګړې په دویمه ورځ کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه