Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر او المان: د طالبانو منزوي کېدل به یو بل ناورین رامنځته کړي

د قطر بهرنیو چارو وزیر وایي چې د طالبانو منزوي کول د دوی په ګټه نه دي نوموړی وایي چې مشارکت کولای شي په افغانستان کې مثبتې پایلې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن آل ثاني له خپل جرمني سیال سره په کتنه کې زیاته کړه چې، نړۍ باید له افغانستان سره مشارکت ولري:«موږ پر دې باور یوو چې، منزوي کول د دغې مسلې حل نه دی خو زموږ لپاره د طالبانو په رسمیت پېژندل هم لومړیتوب نه دی. زموږ ارزونه دا ده چې، طالبان په ۱۹۹۶ کال کې هم منزوي شوي وو او دغې چارې موږ له داسې یوه وضعیت سره مخ کړو چې په تېر پړاو کې مو ولیدل؛ خو بیا هم موږ ولیدل چې، مشارکت کولی شي ښې پایلې ولري.»

د المان د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس هم څرګنده کړه:«زه پر دې باور یم چې، له طالبانو سره له خبرو کولو پرته بله هېڅ لار نه لرو. نو موږ باید عملي مسایل حل کړو. د بېلګې په توګه موږ به د هوايي ډګر په اړه خبرې وکړو او همداراز نه شو کولای چې، په افعانستان کې بې ثباتي وزغمو؛ ځکه دغه کار د ترهګرۍ په ګټه ده او ورسره به د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه هم زیانمن شي.»

له افغانستانه د امریکا د نظامیانو له بشپړې وتنې وروسته د دغه هېواد ولسمشر په افغانستان کې جګړه پایته رسېدلې وبلله؛ خو په وینا یې د داعش پر وړاندې به د امریکا مبارزه لا هم دوام لري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي:«امریکا تېره شپه په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پایته ورسوله. دغه جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه. موږ د امریکا په تاریخ کې د تخلیې تر ټولو لوی ماموریت ترسره کړ او ورسره مو څه باندې ۱۲۰ زره کسان لېږدولي دي.»

امریکا تېره ورځ په بشپړه توګه له افغانستانه ووته. تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې، غواړي د امریکا په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړیکې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکوي چې، د طالبانو منزوي کول به په افغانستان کې د یوه بل ناورین د رامنځته کېدو لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه