طالبان وایي، ځواکونو یې د پنجشېر د شتل ولسوالۍ مرکز او نورو سیمو کې ۱۱ پوستې نیولې دي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یو غړی وایي، چې د تېرې شپې راهیسې تراوسه نښته کې د طالبانو د مخالف لوري ۳۴ کسان وژل شوي.
سیمهییزې سرچینې بیا د دې پخلی کوي، چې د طالبانو او د احمد مسعود د پلویانو ترمنځ پنجشېر کې سخته نښته شوې ده.
طالبانو د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د شتل ولسوالي لاندې کړې - د مقابل لوري ۳۴ کسان یې وژلي او ۱۱ پوستې یې هم خپل کنټرول کې راوستې دي.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعامالله سمنګاني ویلي:"د تېرې شپې او د نن سهار راهیسې تر مازېګره بریدونو کې مقابل لوري ته درنه مرګژوبله اوښتې او د شتل په ولسوالۍ کې نښته روانه ده."
خو د احمد مسعود پلویان د طالبانو دا ادعا نه مني او وایي چې طالبانو ته ګڼه مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د مخالفې جبهې ویاند وایي، چې د وروستیو څلورو ورځو نښتو کې ۳۵۰ تنه طالبان وژل شوي او ۲۹۰ تنه نور ټپیان دي، خو طالبان دا ادعا نه مني.
د طالبانو د مخالفې جبهې ویاند فهیم دشتي ویلي:"بېګاه طالبانو ډېر کوښښ وکړ چې د جبل السراج په غرونو شتل ولسوالۍ ته واوړي، خو د خدای په فضل ناکام شول. مړي یې د نښتې په ځای کې دي، لږ تر لږه ۴۰ تنه مړي یې ځانونو سره نه دي وړي."
په ورته وخت کې د ملي پیوستون د نهضت مشر وایي، جګړه د یوه لوري په ګټه هم نه ده او باید طالبان او د احمد مسعود پلویان بېرته خبرو ته کېني.
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني ویلي:"له طالبانو زما غوښتنه داده چې له زغم کار واخلي، لږې دې خبرې اوږدې کړي، ژر دې په جګړه پیل نه کوي. چې له بده مرغه اوس جګړه شوې او دواړو غاړو ته مرګژوبله هم اوښتې، موږ باید دې هېواد کې د ورونو په شان ژوند وکړو."
د دواړو غاړو ترمنځ نښتې وروسته تر هغې پیل شوي، چې د پنجشېر پر موضوع خبرو نتیجه ور نهکړه.