Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لاریونوالې په سیاست او پرېکړو کې خپل حضور غواړي

د مدني ټولنې ځينې فعالانې نن (جمعه د وږي په ۱۲ مه) کابل کې سړکونو ته راوتلې وې او پر نړۍوالې ټولنې او طالبانو یې غږ وکړ، چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې دې د دوی حقونه خوندي وي او د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې دې یې هم پر خپل ځای وي.

دا مېرمنې وایي، چې باید حقونه یې د هېواد د رسمي او قانوني وګړو په توګه تثبیت شي.

یوې مدني فعالې ترنم سعیدي ویلي:"د ښځو له ګډون پرته به یوه ټولنه هم پرمختګ و نه‌کړي. نو ځکه خو کابینه او د حکومت لوړو څوکیو کې ځای راکول حتمي دي."

دا معترضې مېرمنې وایي، چې د اسلام دین پر بنسټ غواړي ټولو برخو کې د نارینه و په شان فعالیت ولري.

یوې مدني فعالې راضیه ویلي:"غواړو د اسلام په چوکاټ کې د نارینه و په څېر کار وکړو."

دغو مدني فعالانو پر نجونو غږ کړی، چې بېرته دې خپلو کارونو ته ستنې شي او فعالیتونه دې یې بېرته پیل کړي.

یوې مدني فعالې شبانې توانا ویلي:"وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت جوړ شي، ټولې ښځې دې بېرته کار ته ولاړې شي. چاته اجازه مه ورکوئ، چې د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي."

له دې ټولو سره په خواله رسنیو کې ځینې تصویرونه خپاره شوي، چې ښيي طالبان د لاریون په ځای کې د دې لاریونوالو مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په هرات کې هم ځينې ښځې سړکونو ته راوتلې وې او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې د دوی حقونه دې نه نقضوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه