پوره درې اونۍ وشوې، چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو لا یې هم خپل حکومت رسماً نه دی اعلان کړی، اوس یې د فرهنګي کمېسیون یو غړی وايي چې دا حکومت به ډېر ژر اعلان شي.
په همدې حال کې د پاکستان د اي ایس اي مشر فیض حمید پرون کابل ته راغلی وو، که څه هم د هغه د سفر جزییات نه دي خپره شوې، خو دا په داسې حال کې چې له یوې خوا د نوي حکومت د اعلان لپاره چمتووالی روان دی او له بلې خوا په پنجشېر کې هم جګړه تر دې دمه پایته نده رسیدلې.
افغانستان ته د آی ایس آی د رییس سفر تر نورو مخکې پاکستاني رسنیو اعلان کړ. کابل ته د فیض حمید له رسېدو لږ وروسته د کابل په سرینا هوټل کې د پاکستان له سفیر سره د هغه عکس هم په خواله رسنیو کې خپور شو، خو ددغه سفر د اجنډا او سفر په تړاو تر اوسه جزیات نشته.
د طالبانو د حکومت د اعلان څرنګوالي په هکله د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعام الله سمنګاني ویلي: "له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شوې او انشاء الله ډېر ژر به نوی حکومت او نظام اعلان شي. "
تر اوسه د راتلونکي حکومت د جوړېدو څرنګوالی معلوم نه دی، طالبان هم په دې هکله څه نه وايي.
خو ولې طالبانو د درېیو اونیو په تېرېدو سره نوی حکومت نه دی اعلان کړی؟
د سیاسي چارو یو شنونکی سید اسحاق ګیلاني وايي چې طالبان باید د راتلونکي نظام په جوړښت کې ولسواکي په پام کې ولري.
ښاغلي ګیلاني وایي چې پر طالبانو سربېره په حکومتي ادارو کې د نورو کسانو ګومارل یوه اړتیا ده.
د سیاسي چارو شنونکی سیداسحاق گیلاني ویلي: "لسګونه وزارتونه شته چې ټول تخنیکي دي او په دغو وزارتونو کې باید تخنیکي کسان وي، چې پوه وي. "
په کابل ښار کې لیدل کېږي چې طالبان د دیوالونو په رنګولو او د شعارونو په لیکلو سره د نوي حکومت اعلانېدو ته چمتووالی نیسي، خو هېوادوال د خپلو کاروبارونو د بېرته غوړېدا په تمه دي.