Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د جګړې له پای خبر ورکړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل چې په هېواد کې جګړه پای ته ورسېده او هیله من دي چې له دې وروسته به افغانستان په یوه امن هېواد بدل شي.

دغه خبري کنفرانس له هغې څو ساعته وروسته جوړ شو چې طالبانو نن سهار (دوشنبې، د وږي ۱۵مه) چې په یوې خبرپاڼه کې یې د پنجشېر له نیولو خبر ورکړ.

د مخابراتي ستونزو له امله طلوع نیوز په دې بریالی نه شو چې په دې هکله د مقاومت جبهې نظر هم ترلاسه کړي.

مجاهد وویل هغوی غوښتل چې د پنجشېر مسله د خبرو له لارې حل کړي، خو خبرو اترو پایله ور نه کړه.

ورته مهال مجاهد بیا وايي چې ډېر ژر به یو ځواب ویوونکی اسلامي حکومت رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، امنیتي او دفاعي ځواکونه چې په تېرو شلو کلونو کې یې په بېلابېلو برخو کې په مسلکي توګه زده کړې لیدلي دي، بېرته د طالب ځواکونو ترڅنګ به په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې جذب شي.

مجاهد همدارنګه وویل چې خلک باید پوه شي چې نور هېڅکله افغانستان نه اباد وي او د هېواد ابادي د افغانستان د خلکو مسوولیت دی.

په کابل کې د حامد کرزي د هوايي ډګر په هکله مجاهد وویل، چې له قطر او ترکیې هېوادونو مسلکي ډلې او همدارنګه د عربي متحده اماراتو یو شرکت د هوايي ډګر پر بیارغونې او د الوتنو پر عادي کولو کار کوي.

ښاغلي مجاهد همدارنګه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان ته د راغلي پاکستاني پلاوي په هکله وه، وویل چې پاکستان له یوې مودې راهیسې کابل ته د یوه پلاوی د استولو غوښتونکی و او طالبانو په دې وروستیو کې له دغه سفر سره موافقت وکړ. د مجاهد په وینا، پاکستان د هغو پاکستاني بندیانو د خلاصون په هکله په اندېښنه کې دي چې د افغانستان له بندخونو ازاد شوي دي.  

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وايي چې ډېر ژر به یو ځواب ویوونکی اسلامي حکومت رامنځته شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه