Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو اعلان وکړ چې پنجشېر په بشپړه توګه ونیول شو

طالبانو نن دوشنبې (د وږي په ۱۵مه) اعلان وکړ چې د پنجشېر ولایت یې په بشپړه توګه ونیو.

د طالبانو ویاند وايي چې طالب ځواکونه په پنجشېر کې فعال حضور لري او په دې ترتیب په هېواد کې جګړه پای ته ورسېده.

په پنجشیر کې د طالبانو د ځواکونو او د مقاومت جبهې تر منځ له نږدې یوه اوونۍ سختې جګړې وروسته د دوشنبې ورځې په سهار طالبانو د ځينو ویډيوګانو په خپرولو سره اعلان وکړ چې پنجشېر یې په بشپړه توګه نیولی دی او د دغه ولایت د مقام پر ودانۍ یې خپل بېرغ هم پورته کړ.

یو طالب قومندان وايي:«دا د پنجشېر ولایت مقام دی. د اسلامي امارت ټول ځواکونه رارسېدلي دي.» 

طالبانو ویاند د پنجشېر له نیول کېدو څو ساعته وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل چې په پنجشېر کې جګړه پای ته رسېدلې ده او طالبانو دغه ولایت تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.
                
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«پنجشېر ولایت چې د تښېدلي دښمن وروستۍ ځاله وه نن او پرون شپه فتح شو او د افغانستان اسلامي امارت ټول ځواکونه هلته فعال حضور لري.»

خو د مقاومت جبهې قومندان احمد مسعود په یوه غږیز پيغام کې وایي چې د مقاومت ځواکونه د پنجشېر په درې او اندراب کې حضور لري او د طالبانو پر وړاندې د دغو ځواکونو پر مبارزې ټینګار کوي. ښاغلي مسعود ټینګار کړی دی چې طالبانو د پردیو د ځواکونو په ملاتړ پر پنجشېر برید کړ او په وینا یې د کورنۍ د غړو په ګډون یې ګڼ کسان وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي:«زموږ هېوادوال چې په هرې څنډه کې دي، که هغوی بهر دي او که دننه دي، دوی ته بلنه ورکوم چې د هېواد د عزت، ازادۍ او سرلوړۍ په پار عمومي قیام پیل کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې ټینګارکوي چې د پنجشیر مسله سیاسي حل لار لري، وایي چې د پنجشیر په جګړه کې د بل هېواد مداخله څېړي.
             
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده وايي:«د تېرې شپې بریدونه غندو. د افغانستان د مشرانو وژل کېدل د ژوې خواشنیۍ لامل دی. بهرنۍ لاسوهنه باید وڅېړل شي چې څېړو یې.»

خو طالبان د پنجشیر په جګړه کې د نورو هېوادونو ښکېلتیا ردوي.
            
د طالبانو د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګانی بیا وايي:«اسلامي امارت د پنجشېر د مسلې د حل لپاره بشپړ ځواکونه لرل او په دې برخه کې د بهرنیو مرستې ته اړتیا نه وه.»

په داسې حال کې چې احمد مسعود وایي طالبانو د مذاکرې پر ځای جګړه غوره کړه او د دیني عالمانو پرېکړې ته یې غاړه کېنښوده، خو طالبان وایي چې د مقاومت جبهې ځواکونو د خبرو فرصت له لاسه ورکړ او دوی مجبور شول چې له نظامي لارې پنجشېر تر خپل کنټرول لاندې راولي.
 
خو د مقاومت جبهې قومندان احمد مسعود په یوه غږیز پيغام کې وایي چې د مقاومت ځواکونه د پنجشېر په درې او اندراب کې حضور لري او د طالبانو پر وړاندې د دغو ځواکونو پر مبارزې ټینګار کوي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه