Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي ځواکونو د خپل عملیاتي مرکز ټول تجهیزات له منځه وړي

طالبانو نن دوشنبه (د وږي په ۱۵مه) په کابل کې د سي ای اې لوی عملیاتي مرکز او له افغانستان نه د وتلو پر مهال په دغه مرکز کې په لوی لاس پراخه شوې ویجاړۍ خبریالانو ته وښودې.

د ایګل په نوم د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د امریکا د استخباراتو سي ای اې بېز کې د اسنادو او کاغذونو سربېره په سوونو هاموې زغره وال ټانکونه، پرمختللې وسلې، جنګي تجهیزات او  مهمات ویجاړ شوي او سوځول شوي دي.

طالبان وایي دوی په کره ډول د ویجاړو شویو وسایلو په مجموعي ارزښت نه پوهېږي خو اټکل دا دی چې په دې پراخه قصدي ویجاړۍ کې د سوونو مېلیونه ډالرو په ارزښت وسایل او تجهیزات ویجاړ شوي او سوځول شوي دي.

راپورونه څرګندوي چې د کابل له هوايي ډکره د امریکايي ځواکونو له وتلو یوه ورځ وړاندې دا کمپ تش او ویجاړ شوی دی. په دغه مرکز کې له پرېښودو وروسته د هوایي بمبارد نښې هم لیدل کېږي.

طالبان وايي د ایګل په نوم په دې نظامي بېز کې د سي ای اې مامورین او په هغوی پورې اړوند ۰۱ ځانکړي ځواکونه اوسېدل.
 
طالبان زیاتوي سي ای اې او ۰۱ ځانکړو ځوکونو شاوخوا ۳۰۰ نظامي او نور بېلابېل موټر ویجاړ کړي او سوځولي دي.

د ایګل نظامي بېز امنیتي مسوول مولوي اثنین وايي:«هر هغه څه چې له هغې استفاده کېدله له منځه وړي دي.»

دې نظامي بېز کې له یو داسې طالب سره مخ کېږو چې دلته یې اووه ورځې په بند کې تېرې کړې دي. دا طالب مصعب نومېږي چې دوه کاله وړاندې په کابل کې د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوی و هغه زیاتوي:«په کابل کې ونیول شوم او بګرام ته ویوړل شوم او دلته مې هم اته شپې تېرې کړې دلته ډېر وحشت وو.»

په دغه بېز کې د ۰۱ ځانګړو ځواکونو د وسلو زېرمه وه چې بېلابېلې سپکې او درنې پرمختللې وسلې په کې وې. طالبان وايي د بېز له پرېښودو  مخکې د بېز په بېلابېلو څنډو کې د وسلو زیرمې، مهم اسناد او کمپیوټرونه له منځه وړل شوي دي.

خبریال انس بارکزی وايي:«دوی د تېښې په حال کې وو او هر څه یې له منځه یوړل او وې سوځول دا کار باید نه وی شوی ځکه چې دا هر څه د افغانستان وو.»

په افغانستان کې د نیویارک ټایمز خبریال میتیو اکین هم زیاتوي:«هغوی نه غوښتل چې د دوی وسله او پوځي وسایل د طالبانو لاس ته ولوېږي، نو له همدې امله یې دا کار وکړ.»
 
د طالبانو امنیتي مسوولین وايي دوی د ایښودل شویو ماینونو د خطر له کبله د امریکا استخباراتو سي ای اې د مامورینو ځینو بندو خونو ته تر اوسه نه دي ورغلي . 

دا په داسې حال کې ده چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډکر څخه هم امریکایي ځواکونو له وتلو لږ مخکې په دغه هوايي ډګر کې هم یو شمیر تخنیکي وسایل ، پوځي تجهیرات او چورلکې ویجاړې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه