Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله: په زور به د غوښتنو تحمیل مطلوبه پایله ونه لري

د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په پنجشېر کې د وروستیو جګړو په هکله غبرګون ښودلی او وايي چې په زور سره به د غوښتنو تپل او تحمیل به مطلوبه پایله ونه لري او د خلکو د درد او رنځ د دوام لامل کېږي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله څرګندوي:«زه سره له هېوادوالو څخه د هغوی د غمشریکۍ او همدردۍ د پيغامونو له استولو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کوم، چې د زور لارې د غوښتنو تحمیلول، هېڅکله مطلوبې پایلې نه لري او د هېوادوالو د رنځ او کړاو د دوام باعث ګرځي.»

ښاغلی عبدالله وايي چې د جګړې دوام د هرې ورځې په تېردو سره د دغه هېواد ډېر بچیان قرباني کوي او هېواد له انساني پانګې بې برخې کوي.

نوموړی د پنجشېر د جګړې په هکله وایي چې جګړه حل لاره نه ده. او د مقاومت جبهې د ویاند فهیم دشتي او عبدالودود زره پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.

 که څه هم د مخابراتي شبکو د بندېدو له امله ونه توانېدو چې په پنجشیر کې د روان وضعیت په هکله جزیات ترلاسه کړو، خو هغه کسان چې تازه له پنجشیر نه راغلي دي، وايي چې لاهم پنجشېر ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي او خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
           
د مقاومت د ملي جبهې غړی فهیم فطرت وویل:«له دوو اوونیو راهیسې په پنجشېر کې د مخابراتي شبکو خدمتونه پرې دي. پر خلکو برېښنا پرې ده. خوراکي او درمنلي خدمتونه نشته. خلک وېرېدلي دي غرونو ته یې پناه وړې ده.»

عبدالله عبدالله په داسې حال کې د پنجشیر په تړاو غبرګون ښيي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې له طالب مشرانو سره جلا جلا کتنې هم لرلې دي.

بل خوا محمد محقق هم پر پنجشیر د برید په غبرګون کې پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې پنجشیر د پراخ او بې رحمانه یرغل وړ نه و.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو ادعا کړې ده چې د پنجشیر په جګړه کې د پاکستان استخبارات هم ښکېل وو، خو طالبان دغه ادعا نه مني. بل خوا د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د اوسني وضعیت دوام د منلو وړ نه ګڼي.
             
د هېواد د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل هم څرګندوي:«افغانستان د بل هېڅ هېواد نه دومره کرکه نه لري، لکه د پاکستاني پوځیانو نه یې چې لري! ځکه چې دا درېیم ځل دی چې پاکستاني پوځیان د افغانستان نظام وران وي. د پاکستان ښکاره او پټ حضور د عامو وګړیو احساسات په شدیده بڼه ځپلي دي او د دغه وضعیت دوام د وګړیو له زغمه پورته خبره ده.»

دغه غبرګونونه په داسې حال کې دي چې طالبانو له یوې اوونۍ جګړې وروسته د پنجشیر مرکز کې تر خپلې ولکې لاندې راوست.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه