Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د پنجشېر د وروستۍ جګړې او د پاکستان لاسوهنې پر ضد لاریون

په کابل کې سلګونو کسانو د پاکستان سفارت مخې ته، په پنجشېر کې د وروستيو جګړو او د هغه څه پر ضد چې د پاکستان لاسوهنې يې بللې لاریون وکړ.

په لومړي سر کې یو شمېر مېرمنې د پاکستان سفارت مخې ته راتولې شوې خو وروسته سلګونه سړیان هم ورسره یو ځای شول.

اعتراض کوونکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او په افغانستان کې يې د خپلواک حکومت غوښتنه کوله. 

لاريون کوونکې عاطفه وايي:«ولې د پاکستان الوتکو پر پنچشېر بمبارد وکړ. ښځې ووژل شوې او ماشومان اسیر شول. مخابراتي شبکې پرې شوې.»

بله لاریون واله بهشته هم څرګندوي:«پاکستان هېڅ حق نه لري چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. نړۍ باید پر پاکستان بندیز ولګوي او نړۍ باید پاکستان وغندي.»

خو لږ وروسته کله چې لاريون کوونکي د پاکستان له سفارته د ارګ په لوري راوخوځېدل، لاريون يې په تاوتريخوالي واوښت او طالبانو يې د مخنیوي لپاره هوایي ډزې وکړې.

طالبانو پر دغو لاريون کوونکو هوایي ډزې وکړې او لاریون کوونکي يې تیت و پرک کړل.

د لاريون پر مهال د طلوع نیوز د تصویر اخیستوونکي په ګډون یو شمېر خبریالان هم د څو ساعتونو لپاره بندي او وروسته بېرته پرېښودل شول.

د رسنيو مدافعینو له خبریالانو سره دا ډول چلن غندلی او د اندېښنې په ښودلو سره يې له طالبانو غوښتلي چې د بیان ازادۍ ته دې درناوی وکړي.

د نور ټلوېزیون تصویر اخیستونکی نورالدین باهر وویل:«ناڅاپه پر ما برید وشو او څو تنو له ټوپک، ډنډې، سوکانو او لغتو پر ما برید وکړ. زما کمره یې هم را څخه واخیسته.»

د طلوع نیوز تصویر اخیستونکی وحید احمدي هم وايي:«زه یې ونیولم او له یوه ناررویي خبریال سره یې موټر ته پورته کړم. موږ او نور خبریالان یې چې نیولو وو ۱۰ ریاست ته بوتلو.»

تېره شپه هم په خواله رسنیو کې هم داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې لېدل کېدل په کابل کې يو شمېر مېرمنو او سړیو په کې د پاکستان پر خلاف شعارونه ورکول.
طالبانو تراوسه د دې مظاهرو په رابطه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د لاريون د پاشل کېدو پر مهال د طلوع نیوز د کمرمين په ګډون ژورنالیستان د طالبانو لخوا توقیف شول خو څو ساعته وروسته بېرته پرېښودل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه