Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیسو د یوه پخواني افسر د پلار ادعا؛ طالبانو وهلی ډبولی یم

د یوه پخواني پوځي افسر پلار ادعا کوي چې طالبان د ده کور ته ورغلي او هغه یې وهلی ډبولی دی.

نوموړی وايي چې طالبانو یې د پوځي وسایطو او وسلو د پیدا کولو په موخه کور پلټلی دی.

د پولیسو د دغه افسر د پلار انځورونه د دې ښودنه کوي چې وهل ټکول شوی دی، نوموړی وایي د طالبانو ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په اوولسمه حوزه کې لومړی پر کور ډزې وکړې او بیايي تر وهلو ډبولو وروسته څو ساعته بندي هم کړ.

عبدالاحد وایي په داسې حال کې چې زوی یې خپل پوځي تجهیزات تسلیم کړي وو، خو طالبانو سره له دې هم د دوی پر کور یرغل وروړ:«راته یې وویل چې زوی دې پولیس و، وسله دې لرله، او وسله راکړه او موټر راکړه. زه تاسو تلاشي کوم. زه یې هم تلاشي کړم او وې وهلم او حوزې ته یې بوتلم او بندي یې کړم.»

نوموړی د عدالت غوښتنه کوي او ټينګار یې دا دی چې د دغه وضعیت دوام به ورته د منلو نه وي.
                    
ښاغلی عبدالاحد زیاتوي:«هیله کوم چې زما له حقه دفاع وکړي او په ناحقه داسې لنډغرو ته دنده ورنه کړي چې د خلکو پر کور تعرض وکړي او چور تالان جوړ کړي او زنداني کړي.»

خو طالبان د دغه کس وهل ډبول ردوي.

په دغې  ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیدل کېږي چې د چهارقلعه سیمې اوسېدونکي وایي چې طالبانو له کوم قانوني سند پرته یوه کور برید کړی او یو تن یې ټپي کړی هم دی،خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بل خوا هېوادوال وایي چې طالبان باید د عمومي بښنې له اعلان وروسته د پخواني حکومت پوځيان او کارکوونکي تعقیب نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو د پخواني حکومت د کارکوونکو او پوځيانو د خونديتوب خبره کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه