Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د کابل هوايي ډګر دامنیت ساتنې مسوولیت دې خصوصي شرکت ته ورکړل شي'

ترکیه وایي چې د کابل په هوایي ډګر کې د پوځیانو حضور ته د طالبانو د نه لېوالتیا په صورت کې، د دغه هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت دې یوه خصوصي شرکت ته دې وسپارل شي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وایي چې طالبان کولای شي د هوایي ډګر نه د باندې امنیت خوندي کړي، خو دوی دننه په هوایي ډګر کې د ډاډ وړ مکانیزم ته اړتیا لري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له NTV  شبکې سره په مرکه کې ویلي، که چېرې طالبان نه غواړي په حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر کې نور نظامیان وي؛ نو کېدای شي چې، د دغه هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت یوه خصوصي شرکت ته ورکړ شي.

نوموړي په یاد هوايي دګر کې د یوې ۱۹ کسیزې تخنیکي ډلې حضور ته په اشارې سره زیاته کړې چې، دوی لا هم د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتنې د څرنګوالي په اړه له طالبانو سره پر خبرو لګیا دي. 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش‌ اوغلو وايي:«زموږ لپاره د هوايي ډګر امنیت مهم دی چې، څوک یې د امنیت تضمین کوي. طالبان پر ځان باور لري او ډاډ ورکوي چې، دغه چاره ترسره کولی شي. تر هغې چې، د هوايي ډګر امنیت تضمین نه شي هېڅ هوايي شرکت نه شي کولی هلته الوتنه وکړي او اوس دغه ډګر د الوتکو د ناستې لپاره پرانیستل شوی دی.»

طالبانو لا تر اوسه د ترکیې د دغه وړاندیز په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو دومره یې ویلي چې، د سرپرستې کابینې د چارو په پیلېدو سره په یاد هوايي ډګر کې د سفر پر وړاندې ستونزې به هم حل شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«تخنیکي ستونزې موجودې وې، د قطر هېواد او د ترکیې هېواد ټيمونه هم په ګډه لګیا دي کارونه په مخ وړي، موږ ته ویل کېږي چې ژر به تخینکي ستونزې حل شي او پروازونه به په عادي توګه پیل شي.»

د حامد کرزي د نړۍوال هوايي ډګر د بیارغونې چارې لا هم روانې دي. ویل کېږي د دغه ډګر یوازې یو رادار سیستم فعاله دی او نور سیستمونه به هم ډېر ژر فعاله شي.

د کابل هوايي ډګر کارکوونکی عبدالشکور وايي:«کله چې موږ راغلو زموږ سکریونه خراب شوي یوو. تسمې تخریب شوې وې، کونډټرونه تخریب شوي وو. هېڅ شی روغ نه وو پاتې.» 

د اګست پر ۳۱ له افغانستانه د امریکا له بشپړې وتنې سره سم، د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر د طالبانو تر ادارې لاندې راغلی دی. په دې ډګر کې کورنۍ الوتنې روانې دي او د بشرپاله مرستو رالېږدونکې الوتکې هم راغلي؛ خو بهر ته د سفر بهیر لا هم درېدلی دی. د چهار شنبې په ورځ هم له ۳۰ ټنه خوراکي او روغتیايي توکو بار شپږمه الوتکه دغه ډګر ته راورسېده.

د اګست پر ۳۱ له افغانستانه د امریکا له بشپړې وتنې سره سم، د حامد کرزي نړۍوال هوايي ډګر د طالبانو تر ادارې لاندې راغلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه