Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخکیني حکومت د ځینو چارواکو بانکي حسابونه تړل شوي

طالبان وایي، چې د مخکیني حکومت د ځینو چارواکو بانکي حسابونه یې تړلي دي.

د طالبانو فرهنګي کمېسیون د چا نوم وانه‌خېست خو دا یې وویل هغه چارواکي چې له هېواد نه تښتېدلي بانکي حسابونه یې تړل شوي.

د طالبانو دا ګام داسې مهال دی، چې د مخکیني حکومت ځينې چارواکي په مالي او اداري فساد هم تورن دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعام‌الله سمنګاني ویلي:"د مخکیني حکومت د ځینو چارواکو بانکي حسابونه تړل شوي چې له هېواده تښتېدلي دي."

په ورته وخت کې خواله رسنیو کې د افغانستان بانک یو مکتوب خپور شوی، چې په‌کې له خصوصي بانکونو غوښتل شوي چې د مخکیني حکومت د ټولو وزیرانو، معینانو، د ولسي جرګې د غړو، والیانو، د والیانو مرستیالانو، د ولایتونو د امنیت رییسانو، د ولایتی شوراګانو د غړو، ښاروالانو، مستوفیانو او په ټوله کې د نورو جګپوړو نظامي او سیاسي کسانو بانکي حسابونه دې وتړي او نوملړ دې یې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د ډېرو هڅو سره سره مو په دې هکله د افغانستان بانک د مسوولانو نظر ترلاسه نه کړای شوای.

په همدې حال کې عام خلک د مخکیني حکومت د ځينو چارواکو د مالي فساد خبره کوي او وایي، چې مخکینی حکومت د مالي او اداري فساد خلاف مبارزه کې پاتې راغلی وو.

د کابل یوه اوسېدونکی محمد ضمیر ویلي:"د هغوی حسابونه باید وتړل شي چې معلومه شي دا دومره پیسې یې له کومه کړې وې."

دا په داسې حال کې ده چې مخکیني حکومت ویلي وو، اداري او مالي فساد پر وړاندې مبارزه کې بې‌وسه دی.

د افغانستان بانک له خصوصي بانکونو غوښتي چې د مخکیني حکومت د ځینو جګپوړو چارواکي بانکي حسابونه بند کړي.

شریک یي کړئ