Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډېر ژر به کابل کې پولیس او نوي روزل شوي ځواکونه ځای پر ځای شي

د طالبانو د نوې طرحې پر بنسټ، ډېر ژر به په کابل ښار کې، د تېر حکومت روزل شوي پولیس او د طالبانو ځواکونه له ځانګړي یونېفورم سره د طالبانو د اوسنیو ځواکونو ځای ناستي شي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یو غړی وايي ټول هغه ځواکونه چې دم ګړۍ په کابل ښار کې مېشت دي، له ښاره بیرون او قول اردوګانو ته به واستول شي.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون غړی انعام الله سمنګاني وايي:«پولیس او یونېفورم لرونکي امنیتي ځواکونه چې په خپلو برخو کې یې زده کړې دي، مهارتونه یې ترلاسه کړيو ډېر ژر به د کابل ښار امنیت تامنیت په غاړه ولري او په خپل کار به پیل وکړي. له هغې وروسته هغه مجاهدین چې په نامنظمې بڼې او له یونېفورم پرته لا هم په بېلابېلو حوزو کې کار کوي، هغوی قومندانیو، فرقو، او قول اردوګانو کې به ځای پر ځای شي.»

لا تر اوسه د هغو ځواکونو د شمېر په اړه چې د پلازمېنې امنیت به ساتي، نه دی په ډاګه شوی؛ خو یو شمېر کابل مېشتي وايي، هغه کسان چې د کابل د امنیت ساتنې لپاره ګومارل کېږي باید په کار پوه وي او همداراز د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې او ښار ته د نظم د بېرته راوستلو په برخو کې کوټلي ګامونه واخلي.

ورته مهال پلازمېن مېشتي وايي چې باید یونېفورم لرونکي ځواکونه د کابل د امنیت د تامین لپاره وګومارل شي چې د طالبانو له نامه د ناوړه استفادې مخنیوی هم وشي.

د کابل اوسېدونکی شیخ زمان وايي:«یو ځانګړی یونېفورم ولري چې خلک ونه وېرېږي او خلک غواړي چې په ښار کې یو منظم ځواک وي او امنیت په ښه شان تامین کړي ترڅو هغوی اندېښنه ونه لري.»

د کابل بل اوسېدونکی عبدالرحمان هم څرګندوي:«موږ ډېری موردونه لرو چې د اسلامي امارت له ځواکونو ناوړه استفاده شوې ده او ځينو کسانو د هغوی تر نامه لاندې په ناقانوني کړنو لاس پورې کړی دی.»

د طالبانو د ځواکونو یو تن عبدالمجید وايي چې له کلونو راهیسې یې په تخار کې د طالبانو په لیکو کې دنده ترسره کړې ده او پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته، د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوندو کې د خلکو د امنیت ساتنې لپاره ګومارل شوی دی.

نوموړی زیاتوي:«خلک له غلا او شوکې بې غمه دي او دوی باید د امنیت لپاره خوشحاله وي.»

د عبدالمجید په وینا، یو زیات شمېر طالبان چې په تېر کې په ولایتونو کې وو، د کابل له نیول کېدو وروسته د کابل ښار د امنیت ساتنې مسوولیت ورکړ شوی دی.

طالبان اوس وايي چې د تېر حکومت له پولیسو جوړ نوي ځواکونه او یو شمېر طالب ځواکونه چې ټول به یونېفورم ولري، د کابل ښار د امنیت تامین به په غاړه ولري او اوسني ځواکونه به په کابل کې قول اردوګانو ته واستول شي.

طالبان وايي چې د تېر حکومت له پولیسو جوړ نوي ځواکونه او یو شمېر طالب ځواکونه چې ټول به یونېفورم ولري، د کابل ښار د امنیت تامین به په غاړه ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه