Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان وايي قطر دوی ته له نړۍ سره د اړیکو د پله حیثیت لري

طالبان افغانستان ته د قطر د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته په اشارې سره وایي دوحه دوی ته له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې د پله حیثیت لري.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني تېره ورځ کابل ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د مشرانو ترڅنګه، له پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

بلخوا د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره یې په افغانستان کې د همه شموله حکومت د جوړیدو پر سر خبرې کړي دي.

د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د سفر پرمهال لومړی په ارګ کې د طالبانو د حکومت له ریبس الوزرا محمد حسن اخوند سره لیدلي دي.
 
طالبان وايي د افغانستان او نړۍ ترمنځه د اړیکو په رغولو کې قطر مهم رول لري او دا چې دغه هېواد په دې برخه کې وار له مخه هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی سعید خوستی وايي:«کوښښ روان دی چې موږ د قطر هېواد همکاري په مختلفو برخو کې راجلب کړو، بل دا چې قطر هېواد زموږ لپاره له نړۍ سره د اړیکو د پل حیثیت لري. په دې برخه کې هم کار روان دی. »

د سولې او ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره تر ناستې وروسته پر خپل ټوېټرلیکلي چې له قطري پلاوي سره یې د یو ډولګډونه حکومت پر جوړولو خبرې کړې دي. 

حزب اسلامي مشرتابه غړی همایون جریر هم زیاتوي:«د مذاکراتو چورلیز یې د ټول ګډونه حکومت په هکله بحث او په افغانستان کې د ترهګرو ټولو ځپل او همدارنګه په امنه توګه د بهرنیانو د وتلو په هکله چې په افغانستان کې پاتې دي او غواړي چې له افغانستانه ووځي.» 

سرچینې وايي له قطره د ورغلي دغه پلاوي د خبرو مهمه برخه له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو پر رغوولو، د دې ډاډ حاصلېدل چې د افغانستان خاوره به بیا د نورو خلاف نه کارېږي او په حکومت کې نورو سیاسي ډلو ته د ونډې پر ورکړه ورټوله وه.

د ولسي جرګې پخوانی غړی میرویس یاسیني څرګنده کړه:«ډېره زیاته توقع هم باید ونه شي په دې حالت کې، ځکه چې دا کار په زور شوی، دا د یوه توافق او موافقې په صورت کې منځته نه دی راغلی، او له دې نه ډېره توقع هم پکار نه دي؛ خو یو شی جدی دی چې افغانستان د ټولو خلکو دی، حکومت کې باید ټول اقشار ځان وویني. او ډېره مهمه خبره په کې دا ده، چې مفسدین باید په کې نه وي.»

په خپله طالبانو د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د شویو خبرو د جزیاتو په هکله ډېر څه نه دي ویلي خو تاکید یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر لومړنی جګپوړی بهرنی چارواکی دی چې د طالبانو د سرپرست حکومت له اعلان وروسته کابل ته سفر کوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه